د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني پنجاب كښې د سېلاب په نتيجه كښې به شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

كوئټه 28 اګست (اے پی پی)د پاكستان پيپلز پاړټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني پنجاب كښې د اوسني كلاؤډ برسټ او سېلاب په نتيجه كښې شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره وئېلي دي دا پیښه د موسمياتي بدلون سنګينو اثراتو يو ښكاره ثبوت دے كوم چې زمونږ د منطقې اولس په لويه پيمانه خطرو سره مخ كړے۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاه جمال خان رئيساني ووئېل د ځپلو كورنيو دړد خپل ذاتي دړد دے او د بلوچستان اولس خپلو د پنجاب وروڼو خوئېندو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده د رېسكيو ادارو هڅې ستائېلو سره ووئېل په دې سخت حالات كښې ادارې هر ممكنه كردار ادا كوي۔د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني اولس ته هم خواست وكړو چې هغوي محتاط پاتې شي٬حفاظتي تدابير خپل كړي او رېسكيو ادارو سره بشپړه مرسته وكړي دغسې چې د مرستې كاروائۍ موثره كړی شي۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې زمونږ خوږ هېواد پاكستان او زمونږ قام د هرې خطرې او زيان څخه محفوظ اوساتي۔آمين