
پېښور ۔ 28 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډا پور په پنجاب كښې د سېلاب د لاسه په شوې زيانونو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سي اېم هاؤس وياند له مخې علي امن ګنډاپور ووئيل چې په پنجاب كښې د سېلاب د لاسه په شوې تباهۍ او زيانونو راته سخت خفګان شوے او د پنجاب اولس ستونزې زمونږ ستونزې دي۔ د ځپليو په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت د پنجاب ورونړو خوېندو سره يو برابر ولاړ دے او د هغوي به بشپړه مرسته كوي۔