د خيبر پښتونخوا د خزانې محكمې نورې 2 اربه روپۍ سيلاب ځپليو لپاره جاري كړې

پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې نورې 2 اربه روپۍ سېلاب ځپليو لپاره جاري كړې دي۔ د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې لخوا د نهې په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د خزانې محكمې د فنډز ريليف او معاوضې په مد كښې سېلاب ځپليو لپاره تر دې دمه 6.5 اربه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ په مجموعي توګه …

پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې نورې 2 اربه روپۍ سېلاب ځپليو لپاره جاري كړې دي۔ د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې لخوا د نهې په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د خزانې محكمې د فنډز ريليف او معاوضې په مد كښې سېلاب ځپليو لپاره تر دې دمه 6.5 اربه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ په مجموعي توګه ددې رقم اجراﺀ په 10 ورځې كښې شوې ده۔ نور فنډز به راتلونكو ورځو كښې د وزيراعلی او كابينې منظورۍ څخه وروستو جاری كولې شي۔ دا د صوبائي حكومت د غوره ګورننس او غوره مالي صورتحال عكاسي كوي۔

مزید خبریں