لاهور۔25 اګست(اے پی پی) د منهاج القرآن مؤسس ډاكټر طاهر القادري د ربيع الاول مياشتې پېل كېدو په موقع ټول امت ته د نبي علېه السلام دنيا ته د تشريف راړولو مباركي وركولو سره وئيلي دي دا مياشت د خوشحالۍ او مينې پېغام راوړي ۔ د ګل په ورځ په خپلو ټېلېفوني خبرو كښې ده ووئيل دې كښې شك نشته چې د نبي علېه السلام دنيا ته د تشريف راوړلو …
نبي پاك (ص) سره د مينې تر ټولو غوره طريقه د هغوي په پاك سيرت عمل كول دي: طاهر القادري

مزید خبریں
لاهور۔25 اګست(اے پی پی) د منهاج القرآن مؤسس ډاكټر طاهر القادري د ربيع الاول مياشتې پېل كېدو په موقع ټول امت ته د نبي علېه السلام دنيا ته د تشريف راړولو مباركي وركولو سره وئيلي دي دا مياشت د خوشحالۍ او مينې پېغام راوړي ۔ د ګل په ورځ په خپلو ټېلېفوني خبرو كښې ده ووئيل دې كښې شك نشته چې د نبي علېه السلام دنيا ته د تشريف راوړلو نه زيات كائنات لپاره بله كومه لويه خوشحالي او نعمت نشته۔ هغوي نړۍ ته علم سره د مينې درس وركړو٬ د حقونو او ذمه وارو يو بشپړ چارټر يۍ وړاندې كړو ٬ انسانانو سره سره يۍ د ځناورو د حقونو تصور هم وړاندې كړو۔ د عدل او زغم فكر يۍ وركړو۔ ده ووئيل نبي علېه السلام سره حقيقي عقيدت او مينه دا ده چې د هغوي پاك سيرت د خپل ژوند برخه وګړځولې شي ۔ شېخ الاسلام ووئيل د نبي علېه السلام سېرت طيبه دا ده چې آسانۍ دې پېدا كړې شي٬ د نورو بار دې سپك كړے شي٬ د بې وزلو دې مرسته وكړې شي۔ نبي علېه السلام په انسانانو كښې تر ټول زيات د سخاوت ٬ مېلمه پالنې ٬ صبر او استقامت كامل مثال ؤ۔ هغوي ته د رحمة للعالمین لقب كوم امتي نه بلكې پاك پروردګار وركړے ؤ۔ ده ووئيل په پاك سيرت عمل دنيا او آخرت لپاره د كاميابۍ او خلاصي لاره ده








