پېښور 25 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي ریاض خان په بونیر كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله ځپلو دكاندارانو له د صوبائی حکومت د اړخه د فیز-1 ترمخه د 5٬5 لكهه روپو چیکونه وركړې دي۔د بونير ضلعي انتظامیې وياند له مخې د صوبائی اسمبلۍ غړي ریاض ووئيل دا سلسله به تر هغه وخت روانه وي تر څو چې آخری ځپلې شوي دکاندار ته د مرستي …
د خېبر پښتونخوا حکومت د اړخه د مرستي فیز-1 ، بونیر كښې سېلاب ځپلو دکاندارانو له 5٬5 لکهه روپۍ وركړې شوې

مزید خبریں
پېښور 25 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي ریاض خان په بونیر كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله ځپلو دكاندارانو له د صوبائی حکومت د اړخه د فیز-1 ترمخه د 5٬5 لكهه روپو چیکونه وركړې دي۔د بونير ضلعي انتظامیې وياند له مخې د صوبائی اسمبلۍ غړي ریاض ووئيل دا سلسله به تر هغه وخت روانه وي تر څو چې آخری ځپلې شوي دکاندار ته د مرستي چیك نه وي وركړے شوے۔ده ووئيل د صوبائی حکومت د اړخه سېلاب له امله د كورونو زيان پورته كوونكو ځپلو له به هم ډير زر د مرستي چیکونه وركړے شي دغسې چې د دوي د معمول له مخې ژوند بحال شي۔ده ووئيل بونیر كښې سېلاب ځپلو ټولو سيمو كښې د ریلیف او بحالۍ هلي ځلي په ښه ډول رواني دي او صوبائی حکومت ځپلو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔








