لاهور 23 اګست (اے پي پي) د وزيرِاعظم په سپارښتنه د پاکستان د اړخه په غزه كښې فلسطينيانو له د مرستي سامان وركولو سلسله روانه ده او اين ډي ايم اے او الخدمت فاؤنډيشن په مرسته د خالي په ورځ د غزه لپاره 100 ټنه د امدادي سامان 19م کھيپ د چارټرډ فلائټ د لارې د علامه اقبال هوائي ميدان څخه ولېږلې شو۔سامان لېږلو په موقع يوه دستوره وشوه۔چې پكښې …
د فلسطين اولس لپاره په 100 ټنه امدادي سامان مشتمل 19م کھيپ غزه ته ولېږلې شو، پاکستان په دې سخت وخت كښې د فلسطينيانو سره ولاړ دے۔ملز محمد احمد خان

مزید خبریں
لاهور 23 اګست (اے پي پي) د وزيرِاعظم په سپارښتنه د پاکستان د اړخه په غزه كښې فلسطينيانو له د مرستي سامان وركولو سلسله روانه ده او اين ډي ايم اے او الخدمت فاؤنډيشن په مرسته د خالي په ورځ د غزه لپاره 100 ټنه د امدادي سامان 19م کھيپ د چارټرډ فلائټ د لارې د علامه اقبال هوائي ميدان څخه ولېږلې شو۔سامان لېږلو په موقع يوه دستوره وشوه۔چې پكښې خصوصي ميلمه د پنجاب اسمبلۍ اسپيکر ملك محمد احمد خان پشمول د اين ډي ايم اے او الخدمت فاؤنډيشن نمائندګانو ګډون وكړو۔دستوري ته وينا كښې د پنجاب اسمبلۍ اسپيکر ملك محمد احمد خان ووئيل پاکستان په دې سخت وخت كښې د فلسطينيانو سره ولاړ دے، فلسطينيانو له د مرستي سامان په لېږلو د اين ډي اېم اے او الخدمت فاؤنډيشن کردار ستائيو۔ده ووئيل د اين ډي ايم اے کوټلي رابطه کاري او لاجسټك انتظامات د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل د پاکستان مرسته يواځې امداد نه بلکه د اسلامي ورورولۍ څرګندونه ده،د غزه اولس مرسته د پاکستان د اصولي موقف تسلسل دے۔د الخدمت فاؤنډيشن صدر پروفيسر حفيظ الرحمن ووئيل د پاکستان د اړخه د غزه اولس لپاره تر اوسه په مجموعي توګه 1915 ټنه امدادي سامان لېږلې شوې۔امدادي سامان كښې اوړه، کوکنګ آئل، جام ،ډبه بند فروټ، فوډ پيك، تيار خوراك، مشروبات او نور څيزونه شامل دي۔ده ووئيل د غزه مسلمانانو لپاره دا ډول هلي ځلي به سباؤن كښې هم رواني وي۔











