د سيلاب په نتيجه كښې په صوبه كښې 393 ځاني زيانونه شوي او 423 خونې په بشپړه توګه وېجاړې شوي ۔ د خېبرپښتونخوا د ريليف وزير

پېښور 22 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته ووئيل شول په صوبه كښې د اوسني سېلاب په نتيجه كښې 393 ځاني زيانونه شوي چې كښې 300 سړي٬ 53 مېرمنې او 40 ماشومان شامل دي دغسې د سېلاب له امله 423 خونې په بشپړه توګه وېجاړې شوي او 1288 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے ٬ د دې نه علاوه 50 سكولونه په بشپړه توګه او 216 په …

پېښور 22 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته ووئيل شول په صوبه كښې د اوسني سېلاب په نتيجه كښې 393 ځاني زيانونه شوي چې كښې 300 سړي٬ 53 مېرمنې او 40 ماشومان شامل دي دغسې د سېلاب له امله 423 خونې په بشپړه توګه وېجاړې شوي او 1288 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے ٬ د دې نه علاوه 50 سكولونه په بشپړه توګه او 216 په جزوي توګه ويجاړ شوي دي ۔ صوبائي ريليف وزير نېك محمد صوبائي سمبلغ ته ووئيل د سېلاب له امله بونېر ضلع زياته ځپلې شوې چرته چې 193 نارينه٬ 30 زنانه او 18 ماشومان شهيدان شوي دي ٬ په صوابۍ كښې 19 نارينه ٬ 14 مېرمنې او 9 ماشومان شهيدان شوي دغسې په شانګله كښې 36 نارينه شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل د سېلاب په نتيجه كښې423 خونې په بشپړه توګه وېجاړې شوي او 1288 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے ٬ د دې نه علاوه 50 سكولونه په بشپړه توګه او 216 په جزوي توګه ويجاړ شوي دي۔ ده ووئېل صوابۍ كښې اتلس خونې په بشپړه توګه او 27 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے ٬ په سوات كښې 66 كورونه مكمل ړنګ شوي او 218 خونو ته په جزوي توګه زيان رسېدلے ۔ ده ووئيل صوبائي حکومت سېلاب ځپلو سره ولاړ دے وزيراعليٰ شهيدانو لپاره د شل لكه او ژوبل شوو لپاره د پنځه لكه روپو سړي سر اعلان كړے كومې چې د شهيدانو كورنيو ته رسولې شوي دي۔ وياند ووئيل د بحالۍ ټولې ادارې فعاله كړې شوي او وزيراعليٰ د سېلاب ځپلو سيمو كښې د بجلۍ بحالۍ لپاره اقدامات كړي دي

مزید خبریں