استور۔ 22 اګست (اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلې د اطلاعات خصوصي سلاحكار ايمان شاه وئيلي دي د غذر ضلعې راوشن كلي كښې د تالي داس په مقام د ګليشيئر او تالاب د لاسه سخت سېلاب راغلے دے كوم چې ټوله سيمه په خپله ولقه كښې اخستې ده۔ د ايمان شاه له مخې د ګلګت بلتستان وزيراعلی په ذاتي توګه د بېړني صورتحال نګراني كوي او حكومت تر ټولو …
په غذر ضلع كښې سخت سيلابي صورتحال ٬ د پاك پوځ او ضلعي انتظاميې سمدستي كارروايۍ روانې دي: ايمان شاه

مزید خبریں
استور۔ 22 اګست (اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلې د اطلاعات خصوصي سلاحكار ايمان شاه وئيلي دي د غذر ضلعې راوشن كلي كښې د تالي داس په مقام د ګليشيئر او تالاب د لاسه سخت سېلاب راغلے دے كوم چې ټوله سيمه په خپله ولقه كښې اخستې ده۔ د ايمان شاه له مخې د ګلګت بلتستان وزيراعلی په ذاتي توګه د بېړني صورتحال نګراني كوي او حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ځاني زيان څخه بچ كېدو او د ځپليو وګړو سمدستي مرسته كول دي۔ ضلعی انتظامیې او ګلګت بلتستان ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی د مرستې او رسېكيو كارروايۍ پېل كړې دي۔ دغسې ښكته سيمو څخه د خلقو محفوظو ځايونو ته منتقل كولو له اقدامات هم شوي دي۔ د صورتحال سنګينۍ ته پام لرنې سره پاك پوځ رېسكيو او د مرستې كارروايۍ پېل كړي دي٬ د چورلكو د لارې ځپلو سيمو څخه ګېر كسان ويستلے شي۔ دوئي ته د ضرورت سامان هم رسولې شي۔ ایمان شاہ اولس ته اپيل وكړو چې له ډنډورو څخه ډډه وكړي ٬ ضلعي انتظاميې او د مرستې ادارو سره دمرسته وكړي او په كوم هم بېړني صورتحال كښې دې په سمدستي توګه ځايي چارواكو سره تماس اونيولې شي











