پېښور ۔ 22 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پوليس دوه مېړني اهلكارې د مړانې په څرګندولو قائد اعظم پوليس مېډل لپاره نومولې شوي دي۔ د خېبر پوليس وياند له مخې څه موده وړاندې د باړې تھاڼې د حدود دننه په تكيه چوكۍ ترهګرو بريد كړے ؤ كوم چې د چوكۍ انچارج عبد الرزاق او كانسټېبل ذهين خان خپل سر په تلي كښې اېښودلو ناكامه كړو۔ د هغوي مړانه …
دوه ميړنې قائداعظم میډل لپاره ونومولې شوې : خيبر پښتونخوا پوليس وياند

مزید خبریں
پېښور ۔ 22 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پوليس دوه مېړني اهلكارې د مړانې په څرګندولو قائد اعظم پوليس مېډل لپاره نومولې شوي دي۔ د خېبر پوليس وياند له مخې څه موده وړاندې د باړې تھاڼې د حدود دننه په تكيه چوكۍ ترهګرو بريد كړے ؤ كوم چې د چوكۍ انچارج عبد الرزاق او كانسټېبل ذهين خان خپل سر په تلي كښې اېښودلو ناكامه كړو۔ د هغوي مړانه او په هر حال كښې خپل فرض ترسره كولو تر مخه حكومت دواړه اهلكار قائداعظم پولیس مېډل لپاره غوره كړي دي۔ د خېبر پښتونخوا پوليس ډی پی او مظهر اقبال ووئيل دا درناوې نه يوازې د خېبر پښتونخوا پوليس بلكې د خېبر پښتونخوا اولس لپاره د وياړ وړ دے۔ ده زياته كړه چې داسې مېړني ځوانان د فورس اصل سرمايه او د اولس حقيقي محافظ دي۔











