پېښور ۔ 22 اگست (اے پی پی) د بنو ډپټی انسپکټر جنرل آف پولیس سجاد خان په ډي آئي جي آفس بنو كښې د مروت قامي جرګې مشرانو سره يوه مهمه جرګه وكړه۔ د ريجنل پوليس آفيسر بنو وياند له مخې د جرګې كولو مقصد په سيمه كښې د امن مجموعي صورتحال جاج اغستل ٬ د اولسي مسئلو اورېدل او قبائلي مشرانو سره اړيكې لا مستحكمول وو۔ په دې موقع …
د بنو ډي آئي جي د سيمې مشرانو سره جرګه

مزید خبریں
پېښور ۔ 22 اگست (اے پی پی) د بنو ډپټی انسپکټر جنرل آف پولیس سجاد خان په ډي آئي جي آفس بنو كښې د مروت قامي جرګې مشرانو سره يوه مهمه جرګه وكړه۔ د ريجنل پوليس آفيسر بنو وياند له مخې د جرګې كولو مقصد په سيمه كښې د امن مجموعي صورتحال جاج اغستل ٬ د اولسي مسئلو اورېدل او قبائلي مشرانو سره اړيكې لا مستحكمول وو۔ په دې موقع قامي جرګې په خپلو سيمو كښې په پېښو چېلنجونو ٬جرمونو ٬ سماجي خرابو او امنيتي چارو خبرې وكړې۔ د بنو ډي آئي جي سجاد خان د مشرانو تحفظات وارېدل او باور يۍ وركړو چې پوليس به اولس لپاره محفوظ او سوله ايز چاپېريال باوري كولو له هر ممكن ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د پوليس او اولس دوه اړخيزه باور او مرسته د تلپاتي امن بنياد دے۔ د مشرانو كردار ستائېلو سره ډي آئي جي ووئيل ستاسو مرسته د امن راوستلو كولو كښی بنيادي حېثيت لري۔ دغسې مشرانو هم پوليس سره د هرې ممكنه مرستې باور وركړو











