پاك پوځ٬ بونېر كښې د قادر نګر او د بهټائي دارا ترمېنځه رابطه سړك بحال كړو

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د آرمي فلډ ريليف آپريشن له مخې پاك پوځ بونېر كښې د قادر نګر او د بهټائي دارا ترمېنځه رابطه سړك بحال كړے دے او د پوځ اربن سرچ اېنډ رېسكيو ډله په ملبه كښې د مړو په لټولو كښې هم ځائي انتظاميه سره مرسته كوي۔ د پاك پوځ د انجينئرنګ كور ډلې د لارو په پرانستلو او د …

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د آرمي فلډ ريليف آپريشن له مخې پاك پوځ بونېر كښې د قادر نګر او د بهټائي دارا ترمېنځه رابطه سړك بحال كړے دے او د پوځ اربن سرچ اېنډ رېسكيو ډله په ملبه كښې د مړو په لټولو كښې هم ځائي انتظاميه سره مرسته كوي۔ د پاك پوځ د انجينئرنګ كور ډلې د لارو په پرانستلو او د ملبې په لرې كولو كښې هم مصروف دي٬ د دې نه علاوه د پاك پوځ چورلكې راشن او نور سامان رسولو سره ځپلې كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كوي٬ د پاك پوځ د اے اېم سي كور ډاكټرز هم په ځپلو سيمو كښې ميډيكل كمېپس لګولي او د رنځورانو وياړ درملنه كوي۔ د يادونې وړ ده د پاك پوځ د بونېر٬ سوات ، شانګله او د صوابۍ په سېلاب ځپلو سيمو كښې فلډ ريليف آپريشن په اتمه ورځ هم روان دے۔

مزید خبریں