په غذر كښې د ګليشير رغړېدو پيښه ٬ سيلابي صورتحال ٬ د درياب بهيدل اودريدل ٬ د يو شمير كليو د اوبو لاندې راتللو اندېښنه ٬ د وزيراعلی په امر 50 كسان ريسكيو كړے شول

ګلګت۔22 اګست (اے پی پی) د غذر ګوپس تالي داس سيمه كښې د ګلېشئر رغړېدو پېښې په نتيجه كښې سخت سېلابي صورتحال رامخې ته شوے دے۔ د صوبائي حكومت وياند له مخې د ګلېشئر رغړېدو پېښې څخه وروستو د درياب اودرېدلے دے چې ورسره د نورو زيانونو اندېښنه زياته شوې ده٬ نزدې كلي د اوبو لاندې راتللو خطر سره مخ شوي دي۔ د وياند وېنا ده د سېلاب د لاسه …

ګلګت۔22 اګست (اے پی پی) د غذر ګوپس تالي داس سيمه كښې د ګلېشئر رغړېدو پېښې په نتيجه كښې سخت سېلابي صورتحال رامخې ته شوے دے۔ د صوبائي حكومت وياند له مخې د ګلېشئر رغړېدو پېښې څخه وروستو د درياب اودرېدلے دے چې ورسره د نورو زيانونو اندېښنه زياته شوې ده٬ نزدې كلي د اوبو لاندې راتللو خطر سره مخ شوي دي۔ د وياند وېنا ده د سېلاب د لاسه د خلقو زيات مالي زيان شوے خو تر دې دمه د كوم ځاني زيان كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې ۔ تر اوسه په اوبو كښې ګېر 50 څخه زيات كسان رېسكيو كړے شوي دي۔ د صوبائي حكومت وياند فېض فراق ووئيل وزيراعلی پخپله د صورتحال جاج اخلي دغسې چې نور زيان ونه شي۔ انتظاميه ٬ ريسكيو 1122 او د ډيزاسټر مېنجمنټ اهلكار په موقع موجود دي او د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ دې څخه وړاندې د ګلګت بلتستان وزيراعلی حاجي ګلبر خان صوبائي داخله سېكرټري او د بي ډي اېم اے ډي جي ته په ګوپس تالي داس كښې د سېلاب اوبو كښې د ګېرو كسانو رېسكيو كولو هدايت وكړو۔ وزیراعلیٰ ووئيل د قيمتي ځانونو بچ كولو له دې ټول ممكنه وسائل وكارولې شي او پاك پوځ څخه دې مرسته وغوښتلې شي۔ وزیراعلیٰ د ګلګت ٬ كمشنر ٬ ډي آئي جي ٬ د غذر ډپټي كمشنر ٬ اېس اېس پي او اړوندو څانګو ته هدايت وكړو چې هغوي د غذر درياب سره پېوست سيمو كښې حفاظتي اقدامات باوري كړي

مزید خبریں