نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د افغانستان عبوري خارجه وزير سره ملاقات٬ د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار كابل كښې د پاكستان٬چين او افغانستان خارجه وزيرانو شپږمې درې اړخيزه غونډې په موقع د افغانستان عبوري خارجه وزير امير خان متقي سره دوه اړخيزه ملاقات كړے٬ په دې مهال دواړو وزيرانو د هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې …

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار كابل كښې د پاكستان٬چين او افغانستان خارجه وزيرانو شپږمې درې اړخيزه غونډې په موقع د افغانستان عبوري خارجه وزير امير خان متقي سره دوه اړخيزه ملاقات كړے٬ په دې مهال دواړو وزيرانو د هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په 21 مئي 2025 بيجنګ كښې د شوې درې اړخيزه غونډې په مهال ترسره شوې لوظ نامې له مخې دواړو هېوادونو ترمينځه په دې وروستيو كښې په سفارتي نمائندګۍ درجه كښې د چارج ډي افيئرز نه تر سفير درجې د شوي پرمختګ هركلے وكړو۔اوسني پېشرفت پشمول نائب وزيراعظم او خارجه وزير د 19 اپرېل 2025 او 17 جولائي 2025 كابل دورو او 21 مئي 2025 د بيجنګ په غونډه كښې د غور كولو سره د وزيرانو مثبت پېشرفت وستائېلو۔ ده ووئېل وئېلې د دې ملاقاتونو زياتره پريكړې يا خو نافذ كړې شوي يا كوونكې دي۔د دې هلو ځلو څخه پاك-افغان اړيكې په خاص توګه تجارت او ټرانزټ په څانګو كښې په ځانګړې توګه قوي كېدل پېل شوي ۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سياسي او تجارتي اړيكو كښې د ډاډګيرنې پېشرفت تسليمولو سره ووئېل سكيورټي څانګې په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پيشرفت كېدونكے رفتار لا پاتې دے۔ده افغان خاورې څخه د كار كوونكو ترهه ګرو ډلو د اړخه په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونو اوسني زياتوالي پلو پام ګرځولو او افغان چارواكو څخه غوښتنه وكړه چې د ټي ټي پي او بي ايل اے /مجيد بريګيډ پشان ډلو په ضد كوټلې او د تصديق وړ اقدامات وكړي۔د افغانستان عبوري خارجه وزير د دې عزم پخلے وكړو چې افغانستان به خپله خاوره د كوم هم ترهه ګرې ډلې د لارې د پاكستان يا نورو هېوادونو په ضد استعمال نه كړي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د افغان جارواكو په مېلمستيا كولو مننه وكړه او هغوي له يې د شپږمې درې اړخيزې غونډې په كامياب كوربتوب مباركي وركړه۔

مزید خبریں