اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې سېلاب ځپلو سيمو كښې د پاك پوځ ریسکیو او ریلیف آپریشن روان دے،د پاك پوځ ډلي د بندو سړكونو پرانستلو كار بشپړولو سره ټریفك بحال کړے دے۔ تفصیلات له مخې د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د پاك پوځ د اړخه ریسکیو او ریلیف آپریشنز روان دے۔د پاك پوځ انجینئر کور ډلي شانګله او بونیر كښې ځپلو سيمو كښې …
د پاك پوځ خېبر پښتونخوا كښې سېلاب ځپلو سيمو كښې ریسکیو او ریلیف آپریشن روان دے
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې سېلاب ځپلو سيمو كښې د پاك پوځ ریسکیو او ریلیف آپریشن روان دے،د پاك پوځ ډلي د بندو سړكونو پرانستلو كار بشپړولو سره ټریفك بحال کړے دے۔ تفصیلات له مخې د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د پاك پوځ د اړخه ریسکیو او ریلیف آپریشنز روان دے۔د پاك پوځ انجینئر کور ډلي شانګله او بونیر كښې ځپلو سيمو كښې تعینات دے او د اولس آسانيو لپاره شپه ورځ هلي ځلي كوي۔د پاك پوځ ډلو پیر بابا بائی پاس ریسکیو آپریشن بشپړولو سره سړك هر ډول ټرافك لپاره پرانستلے ،اولس له آسانيو لپاره پیربابا بازار كښې ټوله شپه د ملبې اخوا كولو كار روان ؤ دغسې چې تګ راتګ بحال شي۔دغسې پاك پوځ په لويه مشينري په 7 بېلو ځايونو لینډ سلائیډز څخه ځپلے د الوچ-پُورن 20 کلومیټره اوږد سړك بحال كړے۔ ریسکیو آپریشن نه پس پ د ُورن كلي زمكيزه رابطه هم بحال شوې او تر مكمل بحالۍ به امدادي هلي ځلي رواني وي۔











