اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) پاکستان په پارلماني سفارتكارۍ يو بل مهم سنګ ميل سر كړو٬ د سېنېټ چيئرمېن سلاحكار مصباح کھر د انټر پارليمنټري سپيکرز کنفرنس سفير مقرر كړے شوے ٬ دا تقرري ھغه وخت وشوه كله چې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د آئي اېس سي باني صدر غوره كړے شو په كوم كښې چې پاكستان په دې رامخې ته نړيوال پلېټ فارم كښې …
د سېنېټ چيئرمېن سلاحكار مصباح کھر د انټر پارليمنټري سپيکرز کنفرنس سفير مقرر كړے شو
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) پاکستان په پارلماني سفارتكارۍ يو بل مهم سنګ ميل سر كړو٬ د سېنېټ چيئرمېن سلاحكار مصباح کھر د انټر پارليمنټري سپيکرز کنفرنس سفير مقرر كړے شوے ٬ دا تقرري ھغه وخت وشوه كله چې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د آئي اېس سي باني صدر غوره كړے شو په كوم كښې چې پاكستان په دې رامخې ته نړيوال پلېټ فارم كښې مركزي كردار ته رسېدلے۔ د شورو په ورځ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د سفير په حېث به مصباح کھر د آئي اېس سي په نړيواله رسنه او د شموليت په وده كښې كليدي كردار لوبوي٬ مصباح كهر د پاكستان او سېنېټ نمائندګي په يو شمېر نړيوالو فورمونو كړې او د نړيوالو ورځپاڼو لكه دي واشنګټن ټائمز كښې د خپل تحرير د لارې يې هم خپل كردار لوبولے دے ٬ د هغه تقرر په پارلماني سفارتكارۍ كښې د زياتې شوې مخ ملازې عکاسي كوي او د پاكستان غږ په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې د هغه د خدمات اعتراف دے۔











