پېنډۍ 20 اګست (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير محمد رضا حيات هراج وئيلي دي پاکستان عراق سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دفاع په څانګه كښې مرستې زياتولو له خوښي لري۔ د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې وفاقي وزير رضا حيات هراج سره د عراق ناظم الامور عبدالقادر سليمان الهيميري ليدلي دي ۔ په دې موقع وفاقي وزير د ګران مېلمه …
د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رضا حيات هراج سره د عراق ناظم الامور عبدالقادر سليمان وليدل
پېنډۍ 20 اګست (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير محمد رضا حيات هراج وئيلي دي پاکستان عراق سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دفاع په څانګه كښې مرستې زياتولو له خوښي لري۔ د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې وفاقي وزير رضا حيات هراج سره د عراق ناظم الامور عبدالقادر سليمان الهيميري ليدلي دي ۔ په دې موقع وفاقي وزير د ګران مېلمه هر كلے وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چ پاکستان د عراق د خپلواكۍ٬ سياسي اتحاد او د سيمه ايز سلامتيا بشپړ ملاتړ كوي۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې پاکستان په دفاعي صنعت كښې لويې صلاحيت لري ٬ دواړه هېوادونه د دفاع پحقله د شريكې ګټې په څانګو كښې همكاري كولې شي۔ په دې موقع د عراقي ناظم الامور عبدالقادر سليمان الهيميري ووئيل د عراق حکومت او اولس د پاكستان او اولس احترام كوي٬ عراق پاکستان سره د دفاعي پېداوار پشمول په ټولو څانګو كښې مرستې له چمتو دے۔











