اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په امر په سيد پور ماډل ويلج كښې د تجاوزات او غير قانوني تعميرات په ضد د بشپړ آپريشن په مهال تر دې دمه 200 غېر قانوني تعمیرات ړنګ كړے شوي ٬ د نيشنل پارك 191 کناله زمكه قبضه ګرو څخه آزاده كړې شوې ٬ د څو كلونو كرايه نه ادا كوؤنكو څخه ودانۍ خالي كړې شوي ٬ …
د وفاقي وزير محسن نقوي په امر په سيد پور ماډل ويلج كښې د تجاوزات او غير قانوني تعميرات په ضد آپريشن
اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په امر په سيد پور ماډل ويلج كښې د تجاوزات او غير قانوني تعميرات په ضد د بشپړ آپريشن په مهال تر دې دمه 200 غېر قانوني تعمیرات ړنګ كړے شوي ٬ د نيشنل پارك 191 کناله زمكه قبضه ګرو څخه آزاده كړې شوې ٬ د څو كلونو كرايه نه ادا كوؤنكو څخه ودانۍ خالي كړې شوي ٬ اوس به دا جائيدادونه نيلام كولې شي۔ د كورنيو چارو وزارت له مخې په 360 کنال زمكه 2005 څخه وروستو د غېر قانوني تعميرات په ضد بې پرې آپرېشن روان دے۔ وفاقی وزیر د سېد پور ماډل وېلج دوره وكړه او د غېر قانوني تعميرات په ضد يۍ د روان آپرېشن جاج واغست۔ ده دغلته د سيد پور وېلج د اپ ګرېډېشن او بیوټیفیکېشن په كارونو د شوي پېشرفت معائنه هم وكړه۔ وفاقي وزير د سېد پور وېلج اړخونو ته د تجاوزات او غېر قانوني تعميرات په ضد د بې پرې كارروايۍ روانې ساتلو امر وكړو۔ ده په دې لړ كښې د سي ډي اے د كاركردګۍ ستائېلو سره ووئيل په سيمه كښې د هر ډول غېر قانوني تعميرات ختمول وړومبۍ پام لرنه ده۔ محسن نقوی ووئيل د سېد پور وېلج بحالۍ سره به د اسلام آباد ښكلا لا زياته شي۔ ده ووئيل سيد پور وېلج د نړيوال معيار تفريحي مركز جوړولو له دې ټول وسائل وكارولې شي۔ ده ووئيل سېد پور وېلج به د سباؤن نوے كمرشل مركز جوړولې شي٬ سېلګرو ته به معياري آسانۍ وركولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ته په بريفنګ كښې ووئيل شول د سېټلائټ امېجری د لارې كال 2005 څخه وروستو تعميرات په ګوته كړې شوي ۔ د سېد پور ماډل وېلج ګرین کور اېریا بحالولې شي۔ د سي ډي اے چيئرمېن علی رندھاوا د سېد پور وېلج منصوبې لاندې په روانو كارونو د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ د سي ډي اے ٬ اے ډي سي جي غړي ٬ اېس اېس پی آپرېشنز او اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وو











