اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د قامي اسمبلۍ د قامي ورثې او كلتور قائمه كمېټۍ چيئرپرسن سيده نوشين افتخار سره ملاقات كړے چې پكښې د كلتوري ورثې تحفظ او ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔وفاقي وزير د قامي ورثې او كلتور لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرپرسن سيده نوشين افتخار ته په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو …
د وفاقي وزير اورنګزيب كهچي د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سيده نوشين افتخار سره ملاقات
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د قامي اسمبلۍ د قامي ورثې او كلتور قائمه كمېټۍ چيئرپرسن سيده نوشين افتخار سره ملاقات كړے چې پكښې د كلتوري ورثې تحفظ او ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔وفاقي وزير د قامي ورثې او كلتور لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرپرسن سيده نوشين افتخار ته په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو سره ووئيل دا مونږ خپله خوش قسمتي ګڼو چې مونږ ته په ګډه د كار كولو موقع ترلاسه شوه۔ده د سيده نوشين افتخار جذبه او ذمه وارۍ ستائېلو سره ووئيل وزارت به د كمېټۍ سره بشپړه مرسته كوي۔كلتور او ورثه په څو پيړيو اډانه ده۔د دې حفاظت او ودې ته به خاص پام لرنه كولې شي۔ده واضحه كړه چې د وزارت د ماتحت ادارو مقصد ګټه كول نه ده ٬بلكې قامي ورثه نوو نسلونو ته منتقل كول او په اولسي كچه خبرتيا ته وده وركول دي۔وفاقي وزير ووئيل د قائداعظم او علامه اقبال پشان قامي اتلانو سره منسلك ادارې د قامي شناخت برخه دي او د وزيراعظم د سپارښتنې له مخې داسې ادارې به په هيڅ صورت ختمې نه كړ شي٬په دې موقع وفاقي وزير چيئرپرسن د وزارت ماتحت ادارو كاركردګۍ او منصوبو څخه خبرولو كښې ووئيل د كمېټۍ په هره غونډه كښې به بشپړه مرسته كولې شي۔











