اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د آئي اېس پی آر سمر انټرن شپ 2025 زدكوونكو سره خصوصي نشست كښې د الغزالي یونیورسټي چانسلر مفتي عبد الرحیم د قرآن وسنت په رڼا كښې د ریاست د تحفظ پیغام رامخې ته كولو سره ووئيل اسلام كښې د ریاست تحفظ د جهاد فی سبیل اللہ مترادف دے۔ ده ووئيل بلوچستان كښې انتشار خپرونكو په ضد زمونږ نوې نسل يو موټے دے،بلوچستان چرې …
د آئي اېس پی آر سمر انټرن شپ 2025 زدكوونكو د الغزالی یونیورسټي چانسلر مفتي عبد الرحیم سره خصوصي نشست
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د آئي اېس پی آر سمر انټرن شپ 2025 زدكوونكو سره خصوصي نشست كښې د الغزالي یونیورسټي چانسلر مفتي عبد الرحیم د قرآن وسنت په رڼا كښې د ریاست د تحفظ پیغام رامخې ته كولو سره ووئيل اسلام كښې د ریاست تحفظ د جهاد فی سبیل اللہ مترادف دے۔ ده ووئيل بلوچستان كښې انتشار خپرونكو په ضد زمونږ نوې نسل يو موټے دے،بلوچستان چرې هم د پاكستان څخه جلا كيدے نشي۔ده ووئيل پاك پوځ د اولس څخه دے او اولس د پاك پوځ څخه دے، په پولو د خپلو ځانونو قرباني وركوونكي زمونږ بچي دي، ده ووئېل پاکستان د خپلي دفاعی صلاحیت له امله عالمِ اسلام كښې يو جلا مقام لري۔د دې ښكاره ثبوت معرکه حق او آپریشن بنیان مرصوص دے ٬ زموڼږ بهادر پوځ غوره کارکردګي تر سره كوي۔مفتي عبدالرحیم ووئيل زمونږ نوې نسل له به د هېواد اهمیت پيژندل وي او مونږ له به يو موټے كيدل وي۔











