پېنډۍ۔20 اګست(اے پی پی) پاك هوائي پوځ په ګلګت بلتستان كښې په لويه كچه فلډ ريليف آپرېشن پېل كړے دے۔ په ناوړه موسمي حالاتو او سختو غرئيزو سيمو كښې د نه بدلېدونكي عزم څرګندونې كولو سره پاك هوائي پوځ د سي 130 الوتكې د لارې 7 ټن اوچ راشن ٬ د خوراك څښاك ضروري توكي او ژوند بچ كوؤنكې داروګان پي اے اېف بېس نور خان څخه ګلګت بلتستان لپاره …
پاك هوائي پوځ په ګلګت بلتستان كښې په لويه كچه فلډ ريليف آپريشن پيل كړو: آئي ايس پي آر
پېنډۍ۔20 اګست(اے پی پی) پاك هوائي پوځ په ګلګت بلتستان كښې په لويه كچه فلډ ريليف آپرېشن پېل كړے دے۔ په ناوړه موسمي حالاتو او سختو غرئيزو سيمو كښې د نه بدلېدونكي عزم څرګندونې كولو سره پاك هوائي پوځ د سي 130 الوتكې د لارې 7 ټن اوچ راشن ٬ د خوراك څښاك ضروري توكي او ژوند بچ كوؤنكې داروګان پي اے اېف بېس نور خان څخه ګلګت بلتستان لپاره روان كړے شول۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې دا كھيپ به په سېلاب ځپليو سيمو كښې نېشنل ډیزاسټر منېجمنټ اتھارټی سره په ګډه وېشلې شي۔ په رارونو ورځو كښې به د پي اے اېف الوتكې او زمكيزې ډلې د مرستې كارروائيو كښې بوختې پاتې كيږي۔ خوراك ٬ دواروګان ٬ خېمې او طبي مرسته به بې وزله طبقو ته رسولې شي۔ د پاك هوائي پوځ په وخت مرستې سره په ګلګت بلتستان كښې د ځپلو كورنيو اميد پېدا شوے دے كوم چې د ازمېښت په هر وخت كښې د اولس تر څنګ د پاكستان د وسله والو ځواكونو د مضبوط عزم پخلے دے











