د پاكستان ٬ چين او افغانستان د خارجه وزيرانو شپږم درې اړخيزه غونډه ٬ نائب وزيراعظم / خارجه وزير به ګډون كوي

اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير وزیر سېنېټر اسحاق ډار به (نن) د شورو په ورځ د پاكستان٬ چين او افغانستان د خارجه وزيرانو شپږم درې اړخيزه غونډه كښې ګډون لپاره د كابل دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم / خارجه وزير سره به افغانستان لپاره خاص استازے سفیر اېم صادق او د خارجه وزارت اعلی چارواكي …

اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير وزیر سېنېټر اسحاق ډار به (نن) د شورو په ورځ د پاكستان٬ چين او افغانستان د خارجه وزيرانو شپږم درې اړخيزه غونډه كښې ګډون لپاره د كابل دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم / خارجه وزير سره به افغانستان لپاره خاص استازے سفیر اېم صادق او د خارجه وزارت اعلی چارواكي هم وي۔ په دې غونډه كښې به د درې واړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ په زياتولو او په خاص توګه په تجارت ٬ سيمه ايز تړون او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ نائب وزیر اعظم / خارجه وزير به د دواړو هېوادونو ترمينځه په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونې له د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير سره دوه اړخيزه ملاقات هم كوي۔

مزید خبریں