د پاك فضائيه مشر سره د آذربائيجان ډپټي منسټر او د ډيفنس ډائرېكټر جنرل په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ دفاعي پلاوي ملاقات٬د آذربائيجان فضائيه صلاحيت زياتولو كښې د مرستې لپاره د غېر متزلزل ملاتړ پخلے

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د آذربائيجان فضائيه بشري وسائلو٬د پيراميټرز او آپرېشنل ټريننګ اپر ګريډېشن كښې صلاحيت زياتولو له د مرستې وركولو لپاره د پاك فضائيه غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو۔د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره …

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د آذربائيجان فضائيه بشري وسائلو٬د پيراميټرز او آپرېشنل ټريننګ اپر ګريډېشن كښې صلاحيت زياتولو له د مرستې وركولو لپاره د پاك فضائيه غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو۔د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د آذربائيجان ډپټي منسټر او د ډيفنس ډائرېكټر جنرل اګل ګربانوف په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ دفاعي پلاوي ايئر هيډكوارټرز اسلام آباد كښې ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال دوي د شريكې خوښې په چارو او د نتيجې وړ خبرې وكړې ۔په خبرو كښې تربيت٬جدت او تكنكي مهارت ته خاص پام لرنې سره دفاعي مرستې ته ودې وركولو له په شريك عزم زور راوړلے شو ۔ايئر چيف د خاص مېلمنو تود هركلي كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان او آذربائيجان په زړو مذهبي٬كلتوري او تاريخي رشتو تړلې دي كومې چې د دواړو هېادونو ترمينځه د ورورورلۍ اړيكو بنياد دے۔د ملاقات په مهال چيف آف دي ايئر سټاف د پاك فضائيه په آپرېشنل طريقه كار٬ د فورس اهداف او د سباؤن جنګ ته د خاص پام لرنې سره د فورس ډهانچې لپاره د روانو جدت لرونكو بېلو پروژو نه پلاوې خبر كړو۔اګل ګربانوف د پي اے ايف اهلكارو مثالي پيشه وره پوهې ستائنه وكړه او د پاك فضائيه لخوا په ځايې كچه او د جديد ايرواسپيس ټېكنالوجيز پرمختګ د لارې شوے غېر معمولي پيشرفت يې وستائېلو۔ده د آذربائجان پوځ سره په خاص توګه د تربيتي پروګرامونو او علم تبادلې د لارې پوځي مرسته زياتولو له خوښي څرګنده كړه٬د دواړو هوائي ځواكونو ترمينځه دوه اړخيزه مشقونو د لارې شريك تربيتي اقدامات په اهميت زور راوړولو سره خاص مېلمه په دې خبره زور راوړو چې د دې ډول مرستې خه به شريكه زده كړه٬ مرستې او پيشه وره مهارت كښې اضافه اوشي۔هغه باور ولرلو چې د پي اے ايف مرسته به د آذربائيجان په فضائيه كښې جدت راوستلو او پيشه وره پرمختګ كښې ځانګړے كردار ادا كړي۔د آذربائيجان دفاعي پلاوې د ايئر هيډكوارټر اسلام آباد دوره د پاكستان او آذربائيجان شريك عزم عكاسي كوي چې هغه سيمه ايز امن٬سلامتيا او د استحكام شريك خواهشات ته تقويت وركولو سره خپله تزويراتي شراكتداري لا زياته كړي۔

مزید خبریں