باجوړ۔ 19 اګست (اے پي پي) وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د نهې په ورځ د باجوړ سېلاب ځپلو سيمو دوره وكړه چرته چې هغه ځپلو كورنيو ته د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ وفاقي وزير په كېمپونو كښې ځپلو وګړو سره ملاقات وكړو ٬ د هغوي مسئلې يۍ واورېدلې۔ ده نادرا ته په 48 ساعتو كښې د رجسټرېشن سېنټر جوړولو او ځپلو ته مرسته د هغوي تر درشل رسولو …
د وفاقي وزير انجينئر امير مقام د باجوړ سيلاب ځپليو سيمو دوره ٬ د هرې ممكنې مرستې باور
باجوړ۔ 19 اګست (اے پي پي) وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د نهې په ورځ د باجوړ سېلاب ځپلو سيمو دوره وكړه چرته چې هغه ځپلو كورنيو ته د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ وفاقي وزير په كېمپونو كښې ځپلو وګړو سره ملاقات وكړو ٬ د هغوي مسئلې يۍ واورېدلې۔ ده نادرا ته په 48 ساعتو كښې د رجسټرېشن سېنټر جوړولو او ځپلو ته مرسته د هغوي تر درشل رسولو هدايت وكړو۔ سېلاب ځپلو ته خپل خطاب كښې امير مقام ووئيل زمونږ حكومت هغه خلقو ته زيات عزت وركوي كومو چې د هېواد لپاره قربانۍ وركړې دي٬ بې كوره شوي دي۔ ده ووئيل سېلاب ځپلې كورنۍ به يوازې نه پرېښودلې كېږي۔ ده ووئيل زه د وزيراعظم په هدايت دلته د رېسكيو او مرستې كارروائيو جاج اغستو له راغلے يم۔ ده ووئيل مونږ به د ځپليو وګړو عزت سره خپلو كورونو ته بېرته تلل باوري كوو۔ ده د باجوړ ځپلو ته د 20٬ 20 لكه روپو مرستې وركولو اعلان سره ووئيل ژوبل شوو ته به هم مناسب رقم وركولې شي۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال مبارک زیب خان، د مسلم لیګ (ن) د ضم شوو ضلعو کوآرډینېټر زر خان صافي او د اړوندو ادارو اعلی چارواكي هم موجود وو۔











