سېنېټرز دې په هېواد كښې د سېلاب او بارانونو څخه د لږ نه لږ د انساني ځانونو زيان باوري كولو لپاره اړوندې ادارې فعاله كړي۔ د سېنېټ امر

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې امر شوے چې سېنېټرز دې په هېواد كښې د سېلاب او بارانونو څخه د لږ نه لږ د انساني ځانونو زيان باوري كولو لپاره اړوندې ادارې فعاله كړي او دوهم چيئرمېن دې په دې حواله رپورټ طلب كړي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پيپلز پارټۍ سينيټر طلحه محمود د اعتراض په نکته ووئيل چترال …

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې امر شوے چې سېنېټرز دې په هېواد كښې د سېلاب او بارانونو څخه د لږ نه لږ د انساني ځانونو زيان باوري كولو لپاره اړوندې ادارې فعاله كړي او دوهم چيئرمېن دې په دې حواله رپورټ طلب كړي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پيپلز پارټۍ سينيټر طلحه محمود د اعتراض په نکته ووئيل چترال نظر انداز كړے شوے،د پي ټي آئي هلته د 12 كالو راهسې حكومت دے٬ هلته د روډز سيفټي والز نشته كوم چې خطرناك دي، ائيرپورټ شته خو پروازونه نشته٬ دا ښه سيمه ده چې پكښې سېلګري او د معدنيات موقعې موجو دي٬ سړكونه خراب دي اېن اېچ اے دې دغې ته پام وكړي۔ دوهم چيئرمېن ووئيل د 12 كالو راهسې صوبائي حكومت تحريك انصاف سره دے٬ ھغوي دې زمونږ تحفظات لري كړي، د پي ټي آئي 16 غړي بايد دلته وي دغسې چې كورم هم ترسره شي، د سيلاب او امن وامان په حواله د مهمو خبرو په موقع غړي بايد دلته موجود وو۔ کامران مرتضيٰ د اعتراض په نکته ووئيل خېبرپښتونخوا كښې سېلاب مخ په وړاندې روان دے ٬ د وړاندې نه تيارۍ سره د دې طبعي آفتونو د زيانونو څخه بچ كېدے شو، اېن ډي اېم اے او حکومت دې نوټس واخلي٫ دې څخه انساني ځانونه بچ كېدے شي۔ سيدال خان ناصر ووئيل سېلاب څخه ګرد هېواد كښې زيانونه شوي ٬ په دې دې تفصيلي رپورټ وړاندې كړے شي۔

مزید خبریں