اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر سي ايس ايس لپاره د عمر او په موقعو كښې اضافې په اړه د قامي اسمبلۍ څخه په منظور شوي قرارداد د عملدرآمد رپورټ غوښتے دے۔ د نهې په ورځ د سينيټر فوزيه ارشد د اعتراض په نكته ووئيل سي ايس ايس امتحان لپاره عمر 35 كاله او د پنځو موقعو وركولو قرارداد قامي اسمبلۍ څخه …
د سېنېټ دوهم چيئرمېن سي ايس ايس لپاره د عمر او په موقعو كښې اضافې په اړه د قامي اسمبلۍ څخه په منظور شوي قرارداد د عملدرآمد رپورټ وغوښتلو
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر سي ايس ايس لپاره د عمر او په موقعو كښې اضافې په اړه د قامي اسمبلۍ څخه په منظور شوي قرارداد د عملدرآمد رپورټ غوښتے دے۔ د نهې په ورځ د سينيټر فوزيه ارشد د اعتراض په نكته ووئيل سي ايس ايس امتحان لپاره عمر 35 كاله او د پنځو موقعو وركولو قرارداد قامي اسمبلۍ څخه منظور شوے ٶ، دې لپاره آن لائن داخلے جاري دي٬ 25م اګست وروستۍ نېټه ده ٬ د دې قرارداد د کيبنټ اعلاميه پكار ده، په دې عمل پكار دے، د سي ايس ايس د سکريننګ پراسيس به تر نومبر روان وي، د دې په نېټه كښې دې پراختيا وكړې شي۔ په دې دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر ووئيل د سي اېس اېس د عمر او موقعو معامله د تعليم وزارت ده٬ د تعليم وزير نشته٬ په دې حواله دې رپورټ وغوښتلے شي٬ دا د زلمو د سباٶن خبره ده۔











