اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) د آئی اېس پی آر ډائرېكټر جنرل لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي سېلاب ځپلو سيمو كښې د سرلښكر په سپارښتنه پاك پوځ او پاك فضائیه د مرستې هلو ځلو كښې برخه اخلي، سېلاب ځپلو سيمو كښې تر اوسه 6903 كسان ریسكیو كړے شوي، 6 زره څخه د زياتو كسانو مرسته شوې دغسې د این ډی ایم اے چیئرمېن لیفټیننټ جنرل انعام …
سېلاب ځپلو سيمو كښې بشپړه هلي ځلي رواني دي،د آئی اېس پی آر ډی جی د اطلاعات وزیر او این ډی اېم اے چیئرمېن سره میډیا ته بریفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) د آئی اېس پی آر ډائرېكټر جنرل لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي سېلاب ځپلو سيمو كښې د سرلښكر په سپارښتنه پاك پوځ او پاك فضائیه د مرستې هلو ځلو كښې برخه اخلي، سېلاب ځپلو سيمو كښې تر اوسه 6903 كسان ریسكیو كړے شوي، 6 زره څخه د زياتو كسانو مرسته شوې دغسې د این ډی ایم اے چیئرمېن لیفټیننټ جنرل انعام حیدر ووئيل د ټولو ادارو په كوټلو او شريكو هڅو 17 اګست نه تر اوسه 25 زره كسان بچ كړے شوي،تر 23 اګست نه به د بارانونو 7م سپیل به ګرندے كېيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ سره د پشكال بارانونو او سېلاب صورتحال په اړه این ډی ایم اے كښې میډیا ته بریفنګ په مهال وكړه۔ د آئي اېس پی آر ډائرېكټر جنرل لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري ووئيل سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په سپارښتنه پاك پوځ سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرسېت په هلو ځلو كښې بوښت دے، خېبر پښتونخوا كښې د انفنټري او ایف سي 8 یونټس د مرستې په كارروائیو كښې برخه اخلي،يو یونټ ګلګت بلتستان كښې د مرستې په كارروائیو كښې بوښت دے۔ده ووئيل د روډ انفراسټركچر حالت زيات خراب دے، د لارو بحالۍ لپاره انجینئرز بټالینز كار كوي، خېبر پښتونخوا كښې 90 سړكونو ځپلے شوي،په 9 ځايونو سړكونه بحال شوي ،نور سړكونه په عارضی توګه بحال كړے كيږي ، ډي جي آئې ايس پي آر ووئېل قراقرم هائي وے په 8 ځايونو بلاك وه،ټول ځايونه كلیئر كړے شوي، جګلوټ سكردو سړك هم كلیئر كړے شوے، په استك برج كار روان دے،زر تر زره به پرانستلے شي۔ده ووئيل درې میډیكل بټالینز نه علاوه سی ایم ایچ سره د ډاكټرانو ډله خېبر پښتونخوا ته لېږلې شوې ، د 9 میډیكل كیمپونو د لارې د ځپلو مرسته كيږي، 6903 كسان ریسكیو كړے شوي،تر اوسه 6 زره څخه د زياتو كسانو مرسته شوې۔ده ووئيل د سرلښكر په سپارښتنه د پاك پوځ د يوې ورځ راشن هم سېلاب ځپلو له بېل كړے شوے كوم چې 585 ټنه دے۔د آئی اېس پی آر ډی جی ووئيل د آرمي ایوی ایشن هم د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي، بونیر كښې دوه بټالین ، شانګله كښې 2 بټالین، سوات كښې يو بټالین، دیر كښې يو ایف سی ونګ، باجوړ كښې يو ایف سی ونګ او سوات كښې يوه كمپني امدادي هلو ځلو كښې بوښتې دې، پیر بابا سيمه كښې بیس جوړ شوے چرته چې آرمي او سول ریسورسز په ګډه كار كوي،د ایئر فورس سي 130 الوتكو د لارې د مرستي سامان وركړے كيږي۔ ډي جي ووئيل د آرمي سګنلز یونټس پی ټی اے سره په ګډه ځپلو سيمو كښې د ټیلی كام سهولیات وركولو له كار كوي، 16 بي ټي اېس ټاور مرمت شوے ۔د این ډے اېم اے چیئرمېن انعام حېدر ملك ووئيل شمالي سيمو كښې د ګلیشیئر ويلي كيدو په وجه سېلابی صورتحال پیدا شوے ، د این ډي ایم اے په ویب پاڼه د بارانونو او سېلابی صورتحال په اړه ټول تفصیلات شته، ده ووئېل بېلو سيمو كښې د شړقونو په وجه سېلابی صورتحال پیدا شوے، بارانونو او سېلاب له امله 670 كسان په حق رسيدلي ٬ يو زر څخه زيات ژوبل شوي دي او بے دركه كسانو كښې د زياتره مړي ترلاسه شوي،دغسې د پاتي بے دركه كسانو تر لټون به د مرستي هلي ځلي رواني وي۔ ده ووئيل سرلښكر د اړوندو ادارو سره په ګډه د مرستې هلو ځلو سپارښتنه كړې، د سېلاب ځپلو بچ كولو او د لټون د كار دائره پراخه كړې كيږي،د ټولو ادارو په كوټلو او شريكو هڅو د 17 اګست نه تر اوسه 25 زره كسان بچ كړے شوي، ده ووئبل كسان روغتون ته رسولې شوي،ښه طبي مرسته وركړې كيږي۔ د این ډے ایم اے چیئرمین ووئيل تر 23 اګست به د بارانونو 7م سپیل زياتيږي،د بارانونو نوي سپيل په اړه تيارۍ بشپړې شوي ۔ده ووئيل شمالی پنجاب ، ګلګت بلتستان په ځيني سيمو كښې دا سپیل ممكن دے،بېلو ذريعو څخه اولس له معلومات وركړے كيږي، این ډي ایم اے موبائل ایپ پاك۔این ډی ایم اے ډیزاسټر الرټ هم په وخت معلومات او خبرتيا وركوي، د ځپلو سيمو وګړي د دغه معلوماتو څخه خبرتيا ترلاسه كولې شي ۔ده ووئيل نېشنل ایمرجنسي سنټر كښې پی ډي ایم ایز پشمول ټولو ادارو سره هره ورځ كنفرنس كیږي۔د این ډي ایم اے چیئرمین ووئيل پی ایم راشن پیكیج ترمخه سېلاب له امله تر ټولو زياتو 5 ځپلو ضلعو ته د مرستي دريم كھیپ لېږلې شوي، د مرستي په څيزونو كښې داروګان او راشن لېږلے كيږي، ده ووئېل په كیمپونو او روغتونونو كښې د موجودو ځپلو مرسته باوري كيږي، صوبائی ادارو سره په ګډه كار كوو۔ده ووئيل شمالی سيمو او په خاص توګه خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې سېلاب یا لینډ سلائیډنګ له امله بندو شوو سترو لارو بحالۍ لپاره پاك پوځ ،این ایچ اے او د نورو ادارو عمله كار كوي،تر اوسه د سړكونو د بحالۍ 50 فیصده څخه زيات كار بشپر شوے، تر 22 اګست به دغه سيمو ته رسنه بحال شي۔ده ووئيل ځپلو سيمو كښې د كورونو پشمول د انفراسټركچر د زيان اندازه لګولې كيږي۔










