اسلام آباد۔19اګست (اے پی پی) پاكستان او بنګله دېش د توان او معدني وسائلو په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم څرګند كړے دے۔ د نهې په ورځ د پټروليم وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د بنګله دېش هائي كمشنر اېم ډي اقبال حسېن د پټروليم وزارت كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چی د سكرو او …
د پاكستان او بنګله ديش د توان او معدني وسائلو په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم

مزید خبریں
اسلام آباد۔19اګست (اے پی پی) پاكستان او بنګله دېش د توان او معدني وسائلو په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم څرګند كړے دے۔ د نهې په ورځ د پټروليم وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د بنګله دېش هائي كمشنر اېم ډي اقبال حسېن د پټروليم وزارت كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چی د سكرو او پټروليم مصنوعات په شمول په نورو مهمو څانګو كښې په شريكو منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير علي پروېز ملك ووئيل پاكستان بنګله دېش سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او په بېلو څانګو كښې دا زياتول غواړي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د بنګله دېش ورونړو سره مرستې ته د ودې وركولو عزم لري دغسې چې دواړه هېوادونه په اقتصادي پرمختګ او د توان په تحفظ كښې ګټه ترلاسه كړې شي۔ د بنګله دېش هائي كمشنر په اقتصادي او د توان په څانګو كښې همكاري مضبوطولو كښې د پاكستان رغبت وستائېلو۔ ده ووئيل دا ډول مرسته به سيمه ايز استحكام او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده پاكستان سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته ودې وركولو كښې د بنګله دېش خوښي تكرار كړه۔ دا ملاقات د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د اړيكو زياتولو او د توان او معدني وسائلو په څانګو كښې د پرمختګ نوې موقعې لټولو له د عزم عكاسي كوي










