اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د پاکستان نائب وزیراعظم او خارجه ووزير سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه د چین کمیونسټ پارټی د پولیټکل بیورو غړے او خارجه وزير وانګ یی به په 21 اګست 2025 د اسلام آباد دورہ کوي،چرته به چې هغه په 6م پاك چین خارجه وزيرانو اسټریټجک ډائیلاګ كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر د اړخه د نهې په ورځ جاري بيان له مخې دا …
د چین خارجه وزير وانګ یی 6م د پاك چین خارجه وزيرانو سټریټجك خبرو اترو كښې ګډون لپاره په 21 اګست د پاکستان دورہ کوي ۔ خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د پاکستان نائب وزیراعظم او خارجه ووزير سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه د چین کمیونسټ پارټی د پولیټکل بیورو غړے او خارجه وزير وانګ یی به په 21 اګست 2025 د اسلام آباد دورہ کوي،چرته به چې هغه په 6م پاك چین خارجه وزيرانو اسټریټجک ډائیلاګ كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر د اړخه د نهې په ورځ جاري بيان له مخې دا دوره د پاکستان او چین ترمينځه د اعلی پائې تګ راتګ تسلسل دے،چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمينځه په “هر موسم كښې سټریټجکي شراکت داري” لا قوي كول،د يو بل د بنیادی ګټې په چارو د شريكې مرستې تصدیق کول، اقتصادي او تجارتي مرسته زياتول او سيمه كښې امن، پرمختګ او د استحکام شريك عزم پخلے كول دي۔










