د پی سی بی چیئرمېن محسن نقوی سره د هاكۍ ډلي کپتان عماد شکیل بټ وليدل

لاهور 18 اګست (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) چیئرمېن محسن نقوی سره د پاکستان هاكۍ ډلي کپتان عماد شکیل بټ ليدلي۔په دې موقع عماد شکیل بټ محسن نقوی ته په نشانِ امتیاز ترلاسه كيدو مبارکي وركړه او د هاكۍ لوبي بحالۍ ، پرو هاکی لیګ كښې ګډون او لوبغاړو ته پېښو مسئلو څخه ئې خبر كړو۔ ملاقات كښې د هاكۍ لوبغاړو ښېګرے ،ری هیب او …

لاهور 18 اګست (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) چیئرمېن محسن نقوی سره د پاکستان هاكۍ ډلي کپتان عماد شکیل بټ ليدلي۔په دې موقع عماد شکیل بټ محسن نقوی ته په نشانِ امتیاز ترلاسه كيدو مبارکي وركړه او د هاكۍ لوبي بحالۍ ، پرو هاکی لیګ كښې ګډون او لوبغاړو ته پېښو مسئلو څخه ئې خبر كړو۔ ملاقات كښې د هاكۍ لوبغاړو ښېګرے ،ری هیب او ویلفیئر په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ محسن نقوی د هاكۍ لوبغاړو لپاره سړي سر 10 لکه روپۍ انعام اعلان کولو سره ووئيل د لوبغاړو میډیکل او فټنس کیسز به پی سی بی پیشه وره میډیکل ډله هينډل كوي دغسې ویزا مسئلو حل كولو له به خصوصي اقدامات کولې شي۔ محسن نقوی ووئيل زمونږ لاجسټك دله په دې لړ كښې د هاكۍ لوبغاړو له آسانۍ وركوي۔ده باور وركړو چې د هاكۍ لوبې بحالۍ له به هر ممکن معاونت كولې شي۔د پی سی بی چیئرمېن د قومی ډلي پرو هاکی لیګ لپاره کوالیفائی کول اعزاز ګرځولو سره ووئيل قومی ډله به په دې مهم ایونټ كښې ګډون لپاره خپل كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں