اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي ایف آئی اے د ”اے پي پي“ کرپشن کیس كښې دوه ورځې وړاندې ایف آئی آر درج کړے ، تفصیلی انکوائري نه پس د جرم او قانونی حیثیت تصدیق شوے، بدعنوانۍ كښې د ككړو عناصرو بحالۍ لپاره د سفارشونو كولو او د سیاسي فشار اچولو هڅه شوې خو د دغه هر څه …
د قامي اسمبلۍ د اطلاعات او خپرونو قائمه کمېټۍ غونډه، اے پي پي کرپشن کیس كښې ككړو عناصرو د سیاسی فشار اچولو هڅه كړې، په پی ټي وي اپوزیشن له بشپړ كوريج وركړے كيږي۔عطاء اللہ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي ایف آئی اے د ”اے پي پي“ کرپشن کیس كښې دوه ورځې وړاندې ایف آئی آر درج کړے ، تفصیلی انکوائري نه پس د جرم او قانونی حیثیت تصدیق شوے، بدعنوانۍ كښې د ككړو عناصرو بحالۍ لپاره د سفارشونو كولو او د سیاسي فشار اچولو هڅه شوې خو د دغه هر څه باوجود د اے پي پي اېم ډي په بدعنوانۍ قابو موندلو له د پريكړې وړ اقدام كړے ،په ذاتي توګه ایف آئی اے سره رابطه كښې يم، د كوم هم فرق نه غير به سخته كاروائي باوري كولې شي، سبسډی بيرته اخستلو نه پس پي ټي وي مالی چیلنجونو سره مخ شوې، وزارت په ځائې كچه پیداواري صلاحیتونو ته د ودې وركولو تګلاره لټوي، پاکستان د غټ کرکټ سیریز چمتوالي نيولو او نشریات لپاره په غیر ملکي کمپنیو انحصار کوي، غیر ملکي کیمرو، پروډیوسرانو او کمنټیټرز خدمات ترلاسه كولو كښې تر ډير حده خرڅونه پورته كوو، پي ټي وي سپورټس ریټنګ د نجي سپورټس چینلونو څخه يو په دوه زيات دے، په پي ټی وي اپوزیشن ګوندونو له بشپړ کوریج وركړے كيږي، سیاسی نمائندګان او تجزیه كار پروګرامونو كښې رابللے كيږي،په دغه پروګرامونو كښې ترمیم یا سنسر نه كيږي۔دا خبره ده د ګل په ورځ پیمرا هيډ کوارټرز كښې د قامي اسمبلۍ د اطلاعات او خپرونو قائمه کمېټۍ په غونډه كښې كښې وكړه۔د غونډي مشري د قامي اسمبلۍ غړي پُلین بلوچ كوله چې پكښې د پي ټي وي ملازمانو










