اسلام آباد۔18اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي اونې نالول صدقه جاريه او قامي فرض ګڼل د وخت مهم ضروت دے٬ د پاكستان كلين اېنډ ګرين جوړولو له به حكومت او اولس له په ګډ عزم سره مخ په وړاندې تلل وي٬ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د اونو نالولو ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل موسمیاتی بدلون د پاكستان …
پاكستان پاك او ښيرازه جوړولو له به حكومت او اولس له په ګډ عزم سره مخ په وړاندې تلل وي٬ د سينيټ چيئرمين د اونو نالولو ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔18اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي اونې نالول صدقه جاريه او قامي فرض ګڼل د وخت مهم ضروت دے٬ د پاكستان كلين اېنډ ګرين جوړولو له به حكومت او اولس له په ګډ عزم سره مخ په وړاندې تلل وي٬ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د اونو نالولو ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل موسمیاتی بدلون د پاكستان په شمول ګردې نړۍ لپاره يوه سنګينه خطره ده په كومه قابو موندلو له به چې سمدستي او فعاله ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل ځنګلونه د بارانونو په متوازن ساتلو ٬ د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ اندېښنو كمولو او په فضائي آلودګۍ قابو موندلو كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ سید یوسف رضا ګېلاني په دې خبره زور راوړو چې يوازې اونې نالول كافي نه دي بلكې د دې خصمانه هم ضروري ده دغسې چې هغه په حقيقو معنو كښې د ماحولياتي توازن او تلپاتي پرمختګ ضامن شي۔ ده ووئيل شين او پاك پاكستان د راتلونكو نسلونو د محفوظ سباؤن ضمانت دے او د دې مقصد ترلاسه كولو له د اونو نالولو ته به د يو مستقل تحريك شكل وركول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په سكولونو ٬ كالجونو او ښارونو كښې به په لويه كچه د اونو نالولو كمپائن چلول وي دغسې چې ځوان كول ته د خېر په دې كار كښې د ګډون موقعې وركړې شي۔ ده ووئيل د تلپاتي پرمختګ په سفر كښې به هر يو وګړي له د اونو نالولو په كمپائن كښې بشپړ كردار ترسره كول وي










