اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك وئيلي دي د څو ورځو راهسې خېبر پښتونخوا كښې د اوبو تندرونو تباهي كړې٬ نن پاكستان د پشكال اووم سپل څخه تېرېږي٬ كومو لپاره چې ادارې د جون نه تر ستمبر د زياتو بارانونو پېشنګوئي كړې وه۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن دا خبرې د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او …
د څو ورځو راهسې خېبر پښتونخوا كښې د اوبو تندرونو تباهي كړې٬ نن پاكستان د پشكال اووم سپل څخه تېرېږي۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن۔ ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك وئيلي دي د څو ورځو راهسې خېبر پښتونخوا كښې د اوبو تندرونو تباهي كړې٬ نن پاكستان د پشكال اووم سپل څخه تېرېږي٬ كومو لپاره چې ادارې د جون نه تر ستمبر د زياتو بارانونو پېشنګوئي كړې وه۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن دا خبرې د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره ميډيا ته د بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل د پشكال تر اووم سپل تر اوسه نزدې 670 كسان پحق رسېدلې دي او زرو ته نزدې كسان ژوبل شوي دي٬ ده ووئيل په ځپلو سيمو كښې د 80 نه تر 100 كسان تر اوسه بې دركه دي او د هغوي د لټون كار روان دي ۔ ده ووئيل دا سپل به د 22 نه تر 23 اګست دوام لري او په ستمبر كښې به معتدل شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په خاص امر صوبائي حكومتونه او د ضلعي انتظاميه نه علاوه پاك پوځ او نورې اړوندې ادارې په ګډه ډېټا جمع كوي او چې كوم زيان شوے د ھغې د تر سره كولو به هڅې كوي چې پكښې د مواصلات نه علاوه د انفراسټركچر بحالي شامل ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم راشن پيكج له مخې د خېبر پښتونخوا ځپلو سيمو ته د مرستې سامان لېږو او د دوي په هنګامي توګه طبي مرسته روانه ده۔ ده ووئيل د جامع تګلارې له مخئ د انفراسټركچر د بحالۍ كار روان دے۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن پېشنګوئي وكړه چې د پشكال اوس هم دوه نور سپل متوقع دي۔










