اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي د حكومت كار كاروبار نه بلكې سازګار ماحول وركول دي، معيشت مخ په وړاندې بوتللو لپاره به نجي څانګې له مشري كول وي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ كراچۍ كښې د جاب فيئر پرانستې نه وروستو وېنا او ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل نجي څانګه به د هېواد حقيقي …
د حكومت كار كاروبار نه بلكې سازګار ماحول وركول دي، معيشت مخ په وړاندې بوتللو لپاره به نجي څانګې له مشري كول وي۔ د خزانې وزير سينېټر اورنګزيب جاب فيئر كښې وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي د حكومت كار كاروبار نه بلكې سازګار ماحول وركول دي، معيشت مخ په وړاندې بوتللو لپاره به نجي څانګې له مشري كول وي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ كراچۍ كښې د جاب فيئر پرانستې نه وروستو وېنا او ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل نجي څانګه به د هېواد حقيقي قيادت كوي٬ هم دا طبقه شپه او ورځ محنت كوي او معاشي هڅې زياتوي٬ د جاب فيئر په څېر اقدامات به ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو له مرستياله وګرځي او د هېواد د معيشت استحكام لپاره به هم ګټور شي۔ ده ووئيل په عملي ژوند كښې شارټ كټ نشته٬ ځوانان دې محنت خپل مقصد جوړ كړي او خپل صلاحيتونه دې په ښه ډول وكاروي٬ په ژوند كښې لوړې ژورې راځي خو ټېلنټ او سخت محنت دوام لري٬ مونږ له به مستقل او تل پاتې پرمختګ پلو تلل وي۔ د خزانې وزير ووئيل حكومت ټيرف اصلاحات معارفي كوي، اسټاك ايكسچينج هره ورځ نوې رېكارډ جوړوي او په ماركيټ كښې تندي د معاسئي بهترۍ علامت ده ٬ د توان په بيعه كښې د كمي په اړه هم حكومت په سم لوري روان دے ۔ ده ووئيل مائيكرو اكنامك استحكام څخه ګنجائش پيدا كېږي٬ مركزي بانك په ګرانۍ په موثره ډول قابو موندلے او په راتلونكو څو كلونو كښې به حالات ښه شي٬ د درېو لويو نړيوالو ريټنګ ايجنسيو لخوا په پاكستان په يو وخت كښې د اعتماد څرګندونه هم د معيشت د استحكام علامت دے۔ وفاقي وزير اورنګزيب ووئيل د مصنوعي ذهانت د اوسني دور په سبب د ترقۍ نوې موقعې راپېدا كېږي، خو انسانانو لپاره د محنت متبادل نشته۔ ده سېلګري د پاكستان مهمه څانګه ګرځولو سره ووئيل د دې ودې لپاره به د ژوند هرې څانګې او مذهب سره تعلق لرونكو له په ګده كار كول وي ځكه چې دا څانګه د روزګار او ترقۍ يو شمېر نوو موقعو راپېدا كولو صلاحيت لري۔










