پاكستان د ماحولياتي آلودګۍ او د موسمياتي خطرو څخه تر ټولو زيات ځپلو هېوادونو كښې شامل دے۔ د سينيټ چيئرمين د كامسټيك او ايتھوپيا سفارت تر سېوري لاندې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاكستان د ماحولياتي آلودګۍ او د موسمياتي خطرو څخه تر ټولو زيات ځپلو هېوادونو كښې شامل دے٬ دې لپاره په پارلماني كچه مرستې زياتولو او غوره نړيوالو تجربو څخه په زده كړه كولو موثره قانون سازي د وخت ضرورت دے، ده دا خبرې په پاكستان كښې د اسلامي مرستې تنظيم سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره …

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاكستان د ماحولياتي آلودګۍ او د موسمياتي خطرو څخه تر ټولو زيات ځپلو هېوادونو كښې شامل دے٬ دې لپاره په پارلماني كچه مرستې زياتولو او غوره نړيوالو تجربو څخه په زده كړه كولو موثره قانون سازي د وخت ضرورت دے، ده دا خبرې په پاكستان كښې د اسلامي مرستې تنظيم سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره د قائمه كميټي (كامسټيك) او د ايتھوپيا سفارت په اشتراك سره د “ايتھوپيا-پاكستان ګرين ډائيلاګ: ګرين ليګيسي څخه د اسباق” په عنوان كامسټيك سيكرټريټ اسلام آباد كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ خاص مېلمه يوسف رضا ګېلاني خپلې وېنا كښې ووئيل د ايتھوپيا ګرين ليګيسي ماډل پاكستان لپاره د لارې مشالِ دے۔ په دې موقع د كامسټيك كوآرډينيټر جنرل پروفېسر ډاكټر محمد اقبال چوهدري ٬ د ايتھوپيا سفير ډاكټر جمال باكر عبدالله هم وېنا وكړه۔

مزید خبریں