لاهور۔18اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا سنټر کوټ عبدالمالک او پاسپورټ آفس شاهدرہ ناڅاپي دوره وكړه او د شناختي كارډ او نورو دستاوېزاتو د اجراﺀ او د پاسپورټ ترلاسه كولو عمل جاج يۍ واغست۔ د دورې په مهال نادرا سنټر کوټ عبدالمالک د رنګ روغون كار له امله بند وموندلے شو٬ چرته چې دوه موبائل وېن خو موجود وو خو د انټرنېټ ډاؤن كېدو …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا سنټر كوټ عبد المالك او پاسپورټ آفس شاهداره ناڅاپي دوره

مزید خبریں
لاهور۔18اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا سنټر کوټ عبدالمالک او پاسپورټ آفس شاهدرہ ناڅاپي دوره وكړه او د شناختي كارډ او نورو دستاوېزاتو د اجراﺀ او د پاسپورټ ترلاسه كولو عمل جاج يۍ واغست۔ د دورې په مهال نادرا سنټر کوټ عبدالمالک د رنګ روغون كار له امله بند وموندلے شو٬ چرته چې دوه موبائل وېن خو موجود وو خو د انټرنېټ ډاؤن كېدو له امله وګړي ستونزو سره مخ وو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير شناختي كارډ جوړولو له د راغلو كسانو شكايتونه او مسئلې واورېدې او د دغې سدستي حل له يۍ هدايات جاري كړل۔ ده د انټرنېټ مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو او د سنټر زر تر زره آپرېشنل كولو هدايت وكړو۔ محسن نقوی ووئيل چې كله په هر يو سنټر كښې د شناختي كارډ جوړولو آساني موجود ده نو وګړو ته بل سنټر ته د تللو وئيل د قبلولو وړ عمل نه دے۔ وروستو د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاسپورټ آفس شاهدره معائنه هم وكړه چرته چې وګړو د پاسپورټ په ډيليوري كښې د تاخير شكايت وكړو۔ محسن نقوي د فائلونو او كاغذونو د انبار په ليدلو ناراضګي ښكاره كړه۔ ده هدايت وكړو چې ټول ريكارډ دې په سمدستي توګه آن لائن كړے شي۔ ده ووئيل د پاسپورټ ډليوري دې په ټاكلي موده كښې باوري كړې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل داسې كوچنيانو لپاره نوې پالېسي مرتب كولې شي د كومو مور او پلار چې په بهر هېوادونو كښې مېشته دي دغسې چې هغوي ته د پاسپورټ په جاري كولو كښی كومې ستونزې ورمخې ته نه شي۔










