اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د سېلاب ځپلو مرسته زمونږ قامي ذمه واري ده٬ وفاقي حكومت به د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل كردار ترسره كوي٬ د وزيراعظم په امر اين ډي ايم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده، ځپليو له د مرستې سامان رسولو او په ځپلې سيمو كښې د رېليف …
د سيلاب ځپلو مرسته زمونږ قامي ذمه واري ده٬ وفاقي حكومت به د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل كردار ترسره كوي٬ د وزيراعظم په امر اين ډي ايم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده۔ عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د سېلاب ځپلو مرسته زمونږ قامي ذمه واري ده٬ وفاقي حكومت به د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل كردار ترسره كوي٬ د وزيراعظم په امر اين ډي ايم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده، ځپليو له د مرستې سامان رسولو او په ځپلې سيمو كښې د رېليف هلې ځلې روانې دي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سېلاب او مرستې هلو ځلو په اړه د غونډې نه وروسته د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر سره ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې په غونډه كښې د پشكال د اوسنو بارانونو او سېلاب صورتحال پشمول خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې د مرستې د هلو ځلو جاج واخستے شو۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د صوبائي واكمنو سره د بشپړه همكارۍ د لارې كار كوي۔ عطاء تارړ ووئيل د پشكال بارانونو نه وړاندې په نېشنل كمانډ اينډ كنټرول سېنټر كښې يو شمېر غونډې وشوې چې پكښې د ټولو صوبائي حكومتونو نمائندګانو ګډون وكړو ٬ نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د پيشګي خبرتيا نظام د لارې په رسمې توګه ډېټا اړوند اتھارټيز ته وركولې كېږي۔ ده ووئيل چې د هنګامي صورتحال مخنيوي لپاره په قامي كچه هڅې روانې دي٬ وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت به د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل كردار ترسره كوي ٬ د وزيراعظم په امر اېن ډي اېم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده، ځپليو له د مرستې سامان رسول او په ځپلې سيمو كښې د رېليف هلې ځلې روان دي۔










