اونې زمونږ د ماحول د ژوند علامت ٬ د موسمياتي بدلون په ضد تر ټولو مضبوطه دفاع ده: صدر مملكت آصف علي زرداري

اسلام آباد۔18 اګست (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې اونې زمونږ د ماحول د ژوند علامت او د موسمياتي بدلون په ضد تر ټولو مضبوطه دفاع ده٬ اونې درجه حرارت كموي ٬ د باران اوبه جذب كوي ٬ دې سره د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ خطرې هم كمېږي٬ هره يوه لګولې شوې اونه د آفتونو په ضد ډھال او نسلونو لپاره د ژوند ذريعه ده٬ …

اسلام آباد۔18 اګست (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې اونې زمونږ د ماحول د ژوند علامت او د موسمياتي بدلون په ضد تر ټولو مضبوطه دفاع ده٬ اونې درجه حرارت كموي ٬ د باران اوبه جذب كوي ٬ دې سره د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ خطرې هم كمېږي٬ هره يوه لګولې شوې اونه د آفتونو په ضد ډھال او نسلونو لپاره د ژوند ذريعه ده٬ د ګرد هېواد په كچه د اونو لګولو كمپائن پېل په 18 اګست په يو داسے وخت كښې كولے شي كله چې پاكستان د موسمياتي بدلونو سختو خطرو سره مخ دے٬ د كوم هم قام ښېګړه او پرمختګ د ځنګلونو او قدرتي ماحول تحفظ سره تړلے دے٬ د ځنګلونو ختمول په درجه حرارت كښې د زياتوالي سبب ګرځي او ددې د لاسه د راتلونكي سېلابونو په څير نور چېلنجونه د لكھونو خلكو ژوند اغېزمن كوي۔ د اونو لګولو كمپائن علامتي نه بلكې دا د پاكستان د سباؤن تحفظ لپاره يو مهم قدم دے۔ صدر آصف علي زرداري د مون سون اونو لګولو كمپائن حوالې سره د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د اتوار په ورځ جاري كړي خپل پېغام كښې ووئيل اونې زمونږ د ماحول د ژوند علامت او د موسمياتي بدلون په ضد تر ټولو مضبوطه دفاع ده۔ ده ووئيل اونې د هوا په صفا او د زمكې په ښېرازه كولو كښې مرسته كوي۔ دا د موسم په متوازن ساتلو او زمونږ د قيمتي آبي وسائلو محفوظ ساتلو سره سره ژوند لرونكو بې شمېره څيزونو ته پناه هم وركوي۔ صدر مملكت ووئيل اونې درجه حرارت كموي ٬ د باران اوبه جذب كوي او دې سره د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ خطرې هم كمېږي٬ هره يوه لګولې شوې اونه د آفتونو په ضد ډھال او نسلونو لپاره د ژوند ذريعه ده۔ ده ووئيل سږني كال كښې به اګست څخه تر اكتوبر مياشتې په ګرد هېواد كښې 4 كروړه 10 لكه څخه زياتې اونې لګولې شي۔ صدر مملکت آصف علی زرداری زياته كړه چې د اونو لګولو كمپائن كاميابي زمونږ اجتماعي ذمه واري ده٬ ځوانانو له به د بدلون د سفير په توګه ددې كمپائن مشري كول وي٬ د ابلاغ ذريعو له به په دې لړ كښې د خلكو ډاډګيرنه كول وي٬ كرونده ګر اونې لګولو سره د فصلونو او ماحول حفاظت كولې شي۔ ده ووئيل سول سوسائټي ٬ د كميونټۍ غړي او مذهبي سكالران د دې مهم قامي فرض ملاتړ لپاره اولس متحرك كولې شي۔ هر يو وګړي له به اونه لګول خپله قامي ذمه واري ګڼل وي۔ ده ووئيل په يو داسے نازك وخت كښې كله چې موسمياتي بدلون په خېبر پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو كښې د سېلابونو او د اوريځو د چاؤدلو د لارې تباهي خپره كړې ده ٬ مونږ له به زياتې نه زياتې اونې لګول وي۔ زمونږ اجتماعي رد عمل بايد ”ګرین پاکستان پروګرام“ مخ په وړاندې بوتللو له وقف كړے شي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د اونو لګولو په دې كمپائن كښې ټول اولس ته اپېل وكړو چې هغوي دې په دې نېك مقصد كښی فعاله برخه واخلي او راتلونكو نسلونو ته يو شين ٬ صفا ٬ پاك او زيات سوكاله پاكستان وركولو لپاره دې اونې ولګوي۔

مزید خبریں