د اونو نالولو كمپائن په مهال به په ګرد هيواد كښې 41 ملينه نوي بوټي نالولې شي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔18اګست (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د اونو نالولو كمپائن په مهال به په ګرد هېواد كښې 41 ملينه نوي بوټي نالولې شي٬ د پاكستان حكومت د خپل ګرين پاكستان پروګرام لاندې د ځنګلونو تناسب او د زمكې ښېرازي زياتولو له ټول مېشته وسائل او قدرتي حل كارولو سره د دې كمپائن عزم لري ٬ راځۍ چې د اونو لګولو دا قامي كمپائن په ګډه …

اسلام آباد۔18اګست (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د اونو نالولو كمپائن په مهال به په ګرد هېواد كښې 41 ملينه نوي بوټي نالولې شي٬ د پاكستان حكومت د خپل ګرين پاكستان پروګرام لاندې د ځنګلونو تناسب او د زمكې ښېرازي زياتولو له ټول مېشته وسائل او قدرتي حل كارولو سره د دې كمپائن عزم لري ٬ راځۍ چې د اونو لګولو دا قامي كمپائن په ګډه يوې منظمې تګلارې سره كامياب كړؤ دغسې چې يو شين ٬ صحي ٬ صفا او سوكاله پاكستان زمونږ او زمونږ د راروانو نسلونو مقدر جوړ شي۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كلن مون سون اونو نالولو كمپائن په پېل خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې راځۍ چې وفاقي او صوبائي حكومتونه ٬ سماجي او مذهبي لارښود او د ژوندې هر يوې څانګې سره تعلق لرونكي د هر عمر وګړي د بوټو نالولو عزم پخلے وكړي ولې چې دا يوازې علامتي كارروائي نه ده بلكې دا راتلونكو نسلونو لپاره د صحت مند ٬ قدرتي ماحول تحفظ او د موسمياتي بدلون د لاسه رامخې ته كېدونكې تباهۍ څخه د بچ كېدو قومي فريضه ده۔ وزیر اعظم ووئيل د موسمياتي بدلون زيان څخه بچ كېدو لپاره د اونو لګولو تناسب كښې زياتوالي ته اړتيا ده۔ پاكستان په ګرده نړۍ كښې موسمياتي بدلون څخه د زيات ځپلي شوو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ د مون سون اوسنيو غېر معمولي بارانو او سېلابونو دلاسه شوي ځاني او مالي زيان يو وارې بيا دا ثابته كړې ده چې پاکستان لپاره موسمياتي بدلون د بچ كېدو تدبير ضرورت دے۔ په پاکستان كښې د ځنګلونو تناسب 5 فيصده ده كوم چې د كوم هم ماحولياتي تحفظ لپاره ناكافي دے۔ ده ووئيل د ټولو وګړو او طبقو ګډو هڅو سره د ځنګلونو تناسب زياتېدې شي او پاكستان په ماحولياتي چېلنجونو قابو موندلے شي۔ ده ووئيل اګست څخه تر اكتوبر مياشتې د روان دې كمپائن په مهال به په ګرد هېواد كښې 41 ملينه بوټي نالولې شي۔ وزیر اعظم ووئيل د پاكستان حكومت د خپل ګرين پاكستان پروګرام لاندې د د ځنګلونو تناسب او د زمكې ښېرازي زياتولو له ټول مېشته وسائل او قدرتي حل كارولو سره د دې كمپائن عزم لري۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې د اونو لګولو دا قامي كمپائن په ګډه يوې منظمې تګلارې سره كامياب كړؤ دغسې چې يو شين ٬ صحي ٬ صفا او سوكاله پاكستان زمونږ او زمونږ د راروانو نسلونو مقدر جوړ شي۔

مزید خبریں