د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په هدايت سيلاب ځپليو سيمو كښې د پاك پوځ لخوا راشن ويشلې شي

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د پاك پوځ په فلډ ريليف آپرېشن كښې د آرمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير په خصوصي هدايت سيلاب ځپليو سيمو كښې د پاك پوځ لخوا د راشن ويشلو عمل روان دے٬ د پاك پوځ چورلكې د خراب موسم باوجود شانګله او د سوات په بېلو سيمو كښې د مرستې په كارروائيو كښې بوختې دي۔ د پاك پوځ چورلكو خواړ بانډه …

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د پاك پوځ په فلډ ريليف آپرېشن كښې د آرمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير په خصوصي هدايت سيلاب ځپليو سيمو كښې د پاك پوځ لخوا د راشن ويشلو عمل روان دے٬ د پاك پوځ چورلكې د خراب موسم باوجود شانګله او د سوات په بېلو سيمو كښې د مرستې په كارروائيو كښې بوختې دي۔ د پاك پوځ چورلكو خواړ بانډه سيمې ته راشن رسولې دې ٬ په راشن كښی اوړه ٬ وريژې ٬دالونه ٬ ملك پاوډر ٬ مالګه ٬ د چايو پتې او كوكنګ آئل شامل دي۔ د پاك پوځ چورلكې لرې پرتو سيمو څخه ژوبل شوي ٬ مېرمنې او كوچنيان محفوظ ځايونو ته رسوي ٬ د پاك پوځ ډاكټرانو په ځپليو سيمو كښې كېمپونه هم لګولې دي چرته چې د وېړيا درملنو آسانۍ وړاندې كولې شي۔ پاك پوځ به د سېلاب ځپليو تر بحالۍ د اولسي خذمت مشن روان ساتي۔

مزید خبریں