بونیر، شانګله او سوات كښې د پاک پوځ او فرنټیئر کور نارتھ ریسکیو آپریشن روان دے ٬ نورې ډلې سيلاب ځپليو سيمو ته ورسيدې

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) په بونیر، شانګله او د سوات په بېلو سيمو كښې د پاك پوځ او فرنټيئر كور نارتھ رېسكيو آپرېشن روان دے ٬ د پاك پوځ نورې ډلې تېره شپه سېلاب ځپليو سيمو ته ورسېدې او د مرستې او بحالۍ كار ذمه وارۍ يۍ سنبالې كړو۔ د کور آف انجینئرز ډلو هم خپل كار پېل كړے دے او د خراب موسم باوجود د پاك پوځ چورلكې په …

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) په بونیر، شانګله او د سوات په بېلو سيمو كښې د پاك پوځ او فرنټيئر كور نارتھ رېسكيو آپرېشن روان دے ٬ د پاك پوځ نورې ډلې تېره شپه سېلاب ځپليو سيمو ته ورسېدې او د مرستې او بحالۍ كار ذمه وارۍ يۍ سنبالې كړو۔ د کور آف انجینئرز ډلو هم خپل كار پېل كړے دے او د خراب موسم باوجود د پاك پوځ چورلكې په رېسكيو مشن كښې بوختې دي۔ د آرمی چیف د هدايت له مخې د پاك پوځ د يوې ورځې راشن هم ضروت مندو وګړو ته رسولے شي٬ د پاك پوځ ډاكټرانو په ځپلې شوو سيمو كښې ميډيكل كېمپونه لګولې دي چرته چې د وېړيا درملو آسانۍ وړاندې كولې شي۔ د بونیر په چوراك كلي كښې د پاك پوځ ډلې په رېسكيو عملياتو كښې بوختې دي ٬ په آدم خېل كښې د تباه شوې كورونو ملبې لاندې د ګېر شوو كسانو د راويستلو لړۍ روانه ده٬ د ټولو ځپلې شوو وګړو حفاظت سره تر رسېكيو كولو او محفوظ ځايونو ته رسولو به آپرېشن روان وي۔ د پاك پوځ لخوا ځپلې كورنيو ته ضروري څيزونه هم وړكړې شوي دي په كومو كښې چې راشن او بسترې شاملې دي۔ د پاك پوځ لخوا د ځپليو وګړو مرستې له ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ اولس په ټولو هڅو د اطمينان څرګندونه كولو سره د پاك پوځ مننه كړې ده۔

مزید خبریں