اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا آرمی فلډ ریلیف آپرېشن بونېر كښې د سېلاب تباهۍ سره مخ شوو وګړو د ريليف په روانو فعاليتونو د پاك پوځ مننه كولو سره وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې د سېلاب تباهۍ څخه د ځپلې شوي اولس مرستې له پاك پوځ په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ د سېلاب ځپليو وېنا ده چې كوم كسان ځپلې شوي دي پاك پوځ د …
بونير كښې د سيلاب تباھۍ سره مخ شوې وګړو دريليف په روانو فعاليتونو د پاك پوځ مننه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا آرمی فلډ ریلیف آپرېشن بونېر كښې د سېلاب تباهۍ سره مخ شوو وګړو د ريليف په روانو فعاليتونو د پاك پوځ مننه كولو سره وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې د سېلاب تباهۍ څخه د ځپلې شوي اولس مرستې له پاك پوځ په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ د سېلاب ځپليو وېنا ده چې كوم كسان ځپلې شوي دي پاك پوځ د هغوي په مرسته كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے دے٬ دلته د مرستې كېمپونه لګولې شوي دي او د پاك پوځ ځوانانو مونږ سره په ښه ډول مرسته كړې ده۔ دوئي ووئيل پاك پوځ هر ځايې كښې زمونږ مرستې له چمتؤ ولاړ دے٬ مونږ د دوئي په وخت رارسېدو ډېر خوشحاله يوو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سېلاب ځپليو تر بحالۍ به د پاك پوځ لخوا د مرستې كارروايۍ روانې وي۔










