سینیټر اسحاق ډار سره د برطانوي خارجه وزير ډیوډ لیمی د سيلاب د لاسه په شوي زيات ځاني زيان غمرازي

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار سره د برطانيې ٬ د دولت مشتركه او پرمختيائي چارو وزير ډیوډ لیمی تماس ونيولو او ده سره يۍ په پاكستان كښې د اوسنيو سېلابونو د لاسه په شوي زيات ځاني زيان غمرازي ښكاره كړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې برطانوي خارجه وزير په دې سخت وخت كښې د برطانوي حكومت لخوا پاكستان سره د بشپړ يووالي …

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار سره د برطانيې ٬ د دولت مشتركه او پرمختيائي چارو وزير ډیوډ لیمی تماس ونيولو او ده سره يۍ په پاكستان كښې د اوسنيو سېلابونو د لاسه په شوي زيات ځاني زيان غمرازي ښكاره كړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې برطانوي خارجه وزير په دې سخت وخت كښې د برطانوي حكومت لخوا پاكستان سره د بشپړ يووالي څرګندونه وكړه او د لندن اوسنۍ دورې په مهال يۍ د نائب وزير اعظم او خارجه وزير په نتيجه راوړونكو مصروفياتو كښې خوښي هم ښكاره كړه۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار د يووالي په څرګندونه ٬ د مرستې او بحالۍ په هڅو كښې مرستې له په تيارۍ د برطانوي حكومت مننه كولو سره ووئيل مونږ برطانوي مشرتابه سره پرله پسې همكارۍ ته سترګې په لاره يوو۔

مزید خبریں