د وزيراعظم په ځپليو سيمو كښې د ریسکیو آپریشن لا ګړندي كولو هدايت

اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بارانونو او سېلاب د لاسه په ځپلې شوو سيمو كښې د رېسكيو آپرېشن لا ګړندي كولو هدايت كولو سره وئيلي چې سېلاب ځپبليو له دې خېمې ٬ دويانې ٬ فوري طبي مرسته او ټولې اړوندې آسانۍ په ترجيحي بنيادونې باوري كړې شي۔ نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی دې صوبائی ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټیز او د آزاد جموں و کشمیر و ګلګت بلتستان ډیزاسټر مېنجمنټ …

اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بارانونو او سېلاب د لاسه په ځپلې شوو سيمو كښې د رېسكيو آپرېشن لا ګړندي كولو هدايت كولو سره وئيلي چې سېلاب ځپبليو له دې خېمې ٬ دويانې ٬ فوري طبي مرسته او ټولې اړوندې آسانۍ په ترجيحي بنيادونې باوري كړې شي۔ نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی دې صوبائی ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټیز او د آزاد جموں و کشمیر و ګلګت بلتستان ډیزاسټر مېنجمنټ ادارو سره رابطې لا مضبوطولو سره د هغوي هر ډول مرسته وكړي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د هېواد په پورته سيمو كښې د سختو بارانونو او سېلاب صورتحال سره د مخ وګړو رېسكيو كولو او ريليف آپرېشن په خپله نګراني كوي۔ وزیرِ اعظم په ځپليو سيمو كښې د مرستې سامان ترسيل ٬ د خلكو محفوظ ځايونو ته رسولو او د بې دركه شوو كسانو درك لګولو له د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سره پرله پسې تماس ونيولو۔ د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير د وزيراعظم په خصوصي هدايت ټوله ورځ د كے پي كے ځپليو سيمو دوره وكړه او په خپله يۍ د سامان د ترسيل نګراني وكړه۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې سېلاب ځپبليو له دې خېمې ٬ دويانې ٬ فوري طبي مرسته او ټولې اړوندې آسانۍ په ترجيحي بنيادونې باوري كړې شي۔ وزيراعظم زياته كړه چې نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی دې صوبائی ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټیز او د آزاد جموں و کشمیر و ګلګت بلتستان ډیزاسټر مېنجمنټ ادارو سره رابطې لا مضبوطولو سره د هغوي هر ډول مرسته وكړي۔ وزیراعظم د بارانونو او لېنډ سلائيډنګ د لاسه د بند شوو لارو فوري پرانستلو او د لېنډ سلائيډنګ د لاسه د بندو لارو فوري بحالۍ له د كارروايۍ ګړندۍ كولو او په بندو سترو لارو ته ګېر مسافرو ته زر تر زره د مرستې رسولو هدايت وكړو۔

مزید خبریں