اسلام آباد۔16اګست (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې جناح ميډيكل كمپليكس روغتون لپاره کنسیپټ ډیزائن له كومې معاوضې پرته جوړول د پاك چين پياوړې ملګرتيا ښكاره ثبوت دے٬ ده د چينائي كمپنۍ لخوا د تيار كړې شوي ډيزائن ټیکنیکل فزېبلټی رپورټ تیارولو هدايت وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د خالي په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف …
جناح ميډيكل كمپليكس روغتون لپاره کنسیپټ ډیزائن له كومې معاوضې پرته جوړول د پاك چين پياوړې ملګرتيا ښكاره ثبوت دے: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔16اګست (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې جناح ميډيكل كمپليكس روغتون لپاره کنسیپټ ډیزائن له كومې معاوضې پرته جوړول د پاك چين پياوړې ملګرتيا ښكاره ثبوت دے٬ ده د چينائي كمپنۍ لخوا د تيار كړې شوي ډيزائن ټیکنیکل فزېبلټی رپورټ تیارولو هدايت وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د خالي په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د جناح میډیکل کمپلېکس او ریسرچ سېنټر جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د چينائي كمپنۍ هانګ کانګ آهوا لخوا تيار كړے شوے د کمپلېکس کنسېپټ ډیزائن وړاندے كړے شو كوم چې هانګ کانګ آوهوا کمپنۍ له كومې معاضې اخستو پرته تيار كړے دے۔ غونډه په تفصيلي توګه د روغتيا د ډيزائن په اړه خبر كړې شوه۔ وزیر اعظم ووئيل جناح ميډيكل كمپليكس روغتون لپاره کنسیپټ ډیزائن له كومې معاوضې پرته جوړول د پاك چين پياوړې ملګرتيا ښكاره ثبوت دے۔ وزيراعظم ووئيل په دې زه د چينائي كمپنۍ د مشرتابه او د ډيزائن تشكيل كولو په كښې د برخه اغستونكو اهلكار د زړه له كومي مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل ميډيكل كمپلېكس به د نړيوال معيار له مخې جوړولے شي۔ وزيراعظم د چينائي كمپنۍ لخوا د تيار كړې شوي ډيزائن ټیکنیکل فزېبلټی رپورټ تیارولو هدايت وكړو۔وزیرِ اعظم په ډيزائن كښې د شمسي توان ٬ د قدرتي رڼا په غوره توګه كارول ٬ د اوبو ري سائيكلنګ او د ماحول شين ساتلو له په اقداماتو هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د جناح ميډيكل كمپلېكس نظام د اسلام آباد نورو روغتونو سره د لنك كولو په اړه هم هدايت وكړو۔ ده هدايت وكړو چې د كمپلېكس تعمير سره اړوند ټول اقدامات دې په ټاكلي موده كښې ترسره كړې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران احسن اقبال، احد خان چیمه، شزہ فاطمه خواجه، وزیرِ مملکت مختار احمد بھرتھ، د وزیرِاعظم کوآرډینیټر مشرف زېدی، چیئرمین پاکستان کډنی اینډ لیور انسټیټیوټ پروفیسر ډاکټر سعید اختر، د چینائي کمپنۍ سی ای او ډاکټر لیو-ژانپئے او پلاوي په شمولو نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔










