اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په باجوړ كښې د مرستې كارروائيو كښې برخه اخستونكې چورلكې ته په رامخې ته شوې پېښه او په دې كښی د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د خپلو ځانونو له پروا كولو پرته په سختو حالاتو كښې د مرستې …
د سينيټ چيئرمين يوسف رضا ګيلاني باجوړ كښې د چورلكې په پيښه د غم دړد څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په باجوړ كښې د مرستې كارروائيو كښې برخه اخستونكې چورلكې ته په رامخې ته شوې پېښه او په دې كښی د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د خپلو ځانونو له پروا كولو پرته په سختو حالاتو كښې د مرستې په كارروائيو كښې برخه اخستونكي اهلكار زمونږ د قام اصل اتلان دي د كومو قربانۍ به چې تل ياد ساتلې شي۔ سید یوسف رضا ګیلانی د چورلكې په پېښه كښې د شهيد شوو اهلكارو كورنيو سره غمرازي كولو سره ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ پسماندګانو سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










