د وزيراعظم په هدايت اين ډي ايم اے ډله د مرستې هلو ځلو نګرانۍ له پيښور ته ورسيده

اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د اېن ډي اېم اے ډله د مرستې هلو ځلو نګرانۍ لپاره پېښور ته رسېدلې ده۔ په اوسنيو بارانونو او سېلاب كښې تر دې دمه 214 كسان په حق رسېدلې دي۔ دې ځاې څخه په جاري شوي بيان كښې د اېن ډي اېم اے وياند ووئيل چې د وزيراعظم په هدايت اېن ډي اېم اے د خېبر پښتونخوا صوبائي حكومت …

اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د اېن ډي اېم اے ډله د مرستې هلو ځلو نګرانۍ لپاره پېښور ته رسېدلې ده۔ په اوسنيو بارانونو او سېلاب كښې تر دې دمه 214 كسان په حق رسېدلې دي۔ دې ځاې څخه په جاري شوي بيان كښې د اېن ډي اېم اے وياند ووئيل چې د وزيراعظم په هدايت اېن ډي اېم اے د خېبر پښتونخوا صوبائي حكومت او د پي ډي اېم اے بشپړه مرسته كوي۔ اېن ډی اېم اے صوبائی حکومت ته د مرستې سامان رسوي۔ تېره ورځ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن وزيراعظم شهباز شريف ته بريفنګ وركړے ؤ۔ وياند ووئيل چې اېن ډي اېم اے ټولو اړوندو ادارو سره رابطه كښې ده۔ ده ووئيل په قطبي سيمو كښې د ممكنه بارانونو په صورت كښې لېنډ سلائيډنګ پېښو كښې لا زياتوالې كېدې شي۔ اېن ډی اېم اے هدايت وكړو چې سېلګري دې راتلونكو 5 څخه تر 6 ورځو قطبي سيمو ته سفر كولو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل د بارانونو ٬ سېلابونو ٬ لېنډ سلائيډنګ او د تندرونو پېښو كښې تر دې دمه په خېبر پښتونخوا كښې 214 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي۔ په اوسنيو پېښو كښې 55 كسان بې دركه شوي دي ٬ درك لګولو له يۍ آپرېشن روان دے۔ بلخوا په ځپليو سيمو كښې د پي ډي اېم اے په شمول پاك پوځ ٬ ضلعي انتظامييه ٬ رېسكيو 1122 او ځايي رضا كار د مرستې كارروائيو كښې بوخت دي۔

مزید خبریں