د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب صورتحال په اړه د جاج اغستو هنګامي غونډه٬اين ډي ايم اے ته خېبرپښتونخوا حكومت او پي ډي ايم اے سره د مرستې دوامداره ساتلو سپارښتنه

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف اين ډي ايم اے ته د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت او پي ډي ايم اے سره د مرستې دوامداره ساتلو٬هغوي سره رېسكيو او رېليف آپرېشن كښې د مرستې كولو او د ټولو وسائلو كارولو سپارښتنه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په …

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف اين ډي ايم اے ته د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت او پي ډي ايم اے سره د مرستې دوامداره ساتلو٬هغوي سره رېسكيو او رېليف آپرېشن كښې د مرستې كولو او د ټولو وسائلو كارولو سپارښتنه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په ټول هېواد كښې د اوسنو بارانونو له امله د سېلاب صورتحال جاج اخستلو له هنګامي غونډه وشوه۔د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك وزيراعظم له په هېواد كښې د سيلاب صورتحال٬زيان او رېسكيو رېليف آپرېشن په اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف اين ډي ايم اے ته د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت او پي ډي ايم اے سره د مرستې روانې ساتلو٬هغوي له رېسكيو رېليف آپرېشن كښې د مرستې وركولو او د ټولو وسائلو كارولو سپارښتنه وكړه ۔وزيراعظم د اين ډي ايم اے چيئرمېن ته دا هم سپارښتنه وكړه چې خېبرپښتونخوا حكومت له خيمې٬داروګان او د خوراك او څښاك نور سامان په سمدستي توګه ورورسوي۔وزيراعظم دا هم سپارښتنه وكړه چې سېلاب ځپليو سيمو كښې ګير شوي وګړي محفوظو ځايونو ته ورسوئ۔وزيراعظم د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور سره هم ټېليفوني خبرې وكړې ۔وزيراعظم په خېبرپښتونخوا كښې د سېلاب له امله په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں