د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د اينګرو فرټيلائزر چيف ايګزيكټو افسر علي راټهور سره ملاقات

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د اينګرو فرټيلائزر چيف ايګزيكټو افسر علي راټهور سره ملاقات كړے ۔ ملاقات كښې په ټول هېواد كښې د سرې د كوم تعطل نه غېر وركولو٬د كروندګرو لپاره په بيعو كښې استحكام او د زرعي څانګې قوي كولو له په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو …

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د اينګرو فرټيلائزر چيف ايګزيكټو افسر علي راټهور سره ملاقات كړے ۔ ملاقات كښې په ټول هېواد كښې د سرې د كوم تعطل نه غېر وركولو٬د كروندګرو لپاره په بيعو كښې استحكام او د زرعي څانګې قوي كولو له په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې كروندګرو له د سرې په مناسب بيعه وركول يوازې يوه تجارتي معامله نه ده بلكې د اد پاكستان د غذائي تحفظ او معاشي استحكام يوه مهمه ستن ده۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت به كروندګر په بازار كښې د منفي عناصرو څخه بچ كولو لپاره ذخير اندوزي او د بليك ماركيټنګ خاتمه كوي او د سرې په قامي معيار به په سختۍ سره عملدرآمد باوري كوي۔

مزید خبریں