اسلام آباد۔15اګست (اے پی پی) د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي په معركه حق كښې برخه اخستونكو شهيدانو او غازيانو ته ايوارډونه وركړے شول۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې دوي ووئيل د پاك پروردګار په فضل په دې جنګ كښې لږ پوځي افسران او اهلكار شهيدان شوي۔ دې سره سره هغه كسانو ته هم ايوارډونه وركړے شول د كومو چې كورونه ويجاړ شول۔ …
په معركه حق كښې برخه اخستونكو شهيدانو او غازيانو ته ايوارډونه وركړے شول : د قانون وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اګست (اے پی پی) د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي په معركه حق كښې برخه اخستونكو شهيدانو او غازيانو ته ايوارډونه وركړے شول۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې دوي ووئيل د پاك پروردګار په فضل په دې جنګ كښې لږ پوځي افسران او اهلكار شهيدان شوي۔ دې سره سره هغه كسانو ته هم ايوارډونه وركړے شول د كومو چې كورونه ويجاړ شول۔ وفاقي وزير ووئيل په دې موقع به مونږ له زړه لويول وي او د ټولو ډلو قربانۍ به ستائېل وي۔ ده زياته كړه چې د قائداعظم عكس نه چھاپ كولو په اړه خبره زما په علم كښې اوس راغلې ده او په دې زما زړه آزار كړے شوے۔ ده باور وركړو چې د دې معاملې به په باقاعده توګه انكوائري كولې شي او ايوان به په بشپړه توګه خبرولې شي۔ وفاقي وزير د جشن آزادۍ په موقع د بېلو ادارو لخوا د جاري كړے شوو اشتهارونو ذكر كولو سره ووئيل مونږ ټول د پاكستان د مؤسس احترام كوؤ ٬ د دې قافلې امير قائداعظم (رح) دے او هغه زمونږ وياړ دے










