اسلام آباد۔15اګست(اے پی پی) پاکستان د اسرائيلي قابضو ځواكونو د اوسنو بيانونو ٬ كومو كښې چې د "ګرېټر اسرائيل" تش د نامې فرضي رياست جوړولو پلو اشاره شوې او غزه څخه د فلسطينيانو په جبري توګه د ويستلو د اسرائيلي سازش سخته غندنه كړې او هغه يې رد كړي دي ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې ووئيل شول پاكستان په نړيواله …
پاكستان تش د نامې “ګريټر اسرائيل” ايجنډې په ره د اړوندو اسرائيلي بيانونو غندنه كوي او دغه رد كوي: د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اګست(اے پی پی) پاکستان د اسرائيلي قابضو ځواكونو د اوسنو بيانونو ٬ كومو كښې چې د “ګرېټر اسرائيل” تش د نامې فرضي رياست جوړولو پلو اشاره شوې او غزه څخه د فلسطينيانو په جبري توګه د ويستلو د اسرائيلي سازش سخته غندنه كړې او هغه يې رد كړي دي ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې ووئيل شول پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړي چې هغه داسې پارونكي تصورات مسترد كړي كوم چې د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو او د اړوندو قراردادونو ښكاره خلاف ورزۍ كوي۔ وياند ووئيل داسې بيانونه د قابض قوت د غېر قانوني قبضې لا مقبوطولو د خوښې څرګندونه ده۔ دغسې دا په منطقه كښې د امن او استحكام ترلاسه كولو ټولو نړيوالو هڅو لپاره د اسرائيل بشپړه بې حسي هم څرګندوي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي بايد فوري او كوټلي اقدامات وكړي دغسې چې قابض قوت د منطقې لا مستحكم كولو څخه منع كړے شي او د فلسطينيانو په ضد روان ظلمونه او جرمونه ختم كړے شي۔ وياند ووئيل پاكستان د فلسطين اولس د خپلواكۍ په شمول د جائزو حقونو او د كال 1967ﺀ په پولو القدس الشريف پلازمينه ګرځولو سره د يو آزاد ٬ مستحكم او بشپړ فلسطيني رياست جوړولو حق لپاره د ملاتړ پخلے كوي










